لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عاصمه نواب د پاکستان دعدالتي نظام د لاسه په ناسمه توګه ۲۰ کاله په زندان کې تېر کړي


د کراچۍ عاصمه نواب شاوخوا دوه لسيزې د يو چا د مرګ په تور په زندان کې تېر کړل کوم چې هغې کړی نه وو. عدالت هغه خوشې کړې او نوی ژوند تېروي خو دې هر څه د پاکستان په عدالتي نظام پوښتنې راپورته کړې دي.

عاصمه يواځې د ۱۶ کالو وه چې د هغې مور پلار او يواځينی ورور د شپې په خپل کور کې هغه وخت ووژل شو چې په کور يې غله ورغلي وو، دا مقدمه ۱۲ ورځې روانه وه چې پکې عاصمه او د هغې خاوند (چې واده يې لا نه وو شوی) ته د مرګ سزا واورول شوه.

عاصمه چې اوس ۳۶ کلنه ده وايي چې دغه تېر ۲۰ کلونه يې ډېر دردېدلي وو.

په لومړۍ کې هغې د خپلې بې ګناهۍ لپاره احتجاجونه کول خو وروستو ورته ډېرې داسې مېرمنې مېلاو شوې څوک چې د غلا يا مرګونو په تور نيول شوې وې، دوي د يو بل ملاتړ شروع کړو ځکه چې يا خو غريبانان وو او يا کورنۍ هېرې کړې وې.

دا وايي "مونږ به په اخترونو يا نورو خاص ورځو ژړل، دا ډېرې دردونکې ورځې وې ځکه چې احساس به يې ډېر په شدت کېدلو او په خصوصي توګه چې کله به کوم رشته دار ليدو له راغلو".

د هغې د سزا پرضد اپيل سپريم کورټ ته د ۲۰۱۵م وروستو شوی وو او درې کاله وروستو يعنې تېره مياشت د ثبوتونو د نيشتوالي په بنياد سترې محکمې (سپريم کورټ) د هغې د خوشې کولو امر جاري کړو.

د نوموړې وکيل جاوېد چټاري اېسوسي اېټډ فرانس (ای اېف پي) ته ويلي چې دا فېصله په ۱۲ ورځو کې وشوه چې اپيل يې نولس نيم کاله واخستل.

عاصمه وايي لا هم د هغې يقين نه راځي چې خوشې شوې ده.

د عاصمه نواب په رنګ قيصې په پاکستان کې نورې هم شته. د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د اپريل د مياشتې په راپور کې ويل شوي چې يواځې په ۲۰۱۷م د ۳۸زرو نه زياتې مقدمې په لويو عدالتونو او په زرګونو بيا په لاندې عدالتونو کې روانې دي.

په پوليسو کې د غبن د زياتوالي سره هم مالدار له قانونه خلاص ولې غريب او په خصوصي توګه زنانه د دې نظام ښکار دي.

وکيله بېنظير جتويي وايي چې د طاقت د بې توله نظام دلته د پېسو يا طاقت په ذريعه ځان له قانونه بچ کوي خو د غريب لپاره دا قانون يا خو سخت دی يا کمزوری.

"مېرمنې يو له هغه ولسي برخو دي چې له دې نظامه ګټه نه شي پورته کولی، دا پدرسري ټولنه او پدرسري نظام دی".

عاصمه نواب د اپرېل په مياشت کې خپل کور ته بېرته راغلې، د هغې خپلوان مړه دي او کور يې لوټل شوی وران پروت دی.

د هغې وکيل وايي چې ګرانه ده که د رياست له خوا ورته څه ورکړل شي او که ورکول کېږي نو ډېر وخت به اخلي خو امکان يې ډېر کم دی.

شل کاله وروستو چې عاصمه خپل کور ته راغله، د هغې وکيل په زور د کور جرنده ماته کړه نو د هغې سترګې له اوښکو ډکې وې. د هغې په وينا چې پوليسو يې په کور کې هېڅ نه دي پرېښودي،

"ما خپل مور پلار بايللي خو اوس د هغوي سامان هم نشته"

عاصمه ۲۰ کاله په قېد کې تېر کړل او د دې ذمه وار عدالت او ميډيا بولي او وايي چې په هغې د دروغو تور لګول شوی وو او د دې پېښې په بنياد يوه ډرامه هم جوړه کړل شوې وه.

د هغې وکيل وايي چې ټولنه به دا فېصله کله هم ونه مني او ښکاري چې عاصمه به تل له دې توره ځان خلاص نه کړي.

خو عاصمه بيا د خپلو زده کړو ختمولو او روزګار کتلو لپاره هيله منده ده او غواړي چې په ناسمه توګه زندان ته اچول شوې زنانوو په اړه په ټولنه کې اګاهي خپره کړي.

د هغې وکيل وايي چې دوي به هڅه کوي د دې لپاره يوه داسې غېرسرکاري اداره (اېن جي او) جوړه کړې چې زنانوو ته هغه مرستې ورکړي کوم چې عاصمې ته نه وې ورکړل شوې.

عاصمه وايي "زه نه غواړم نورې زنانه داسې ژوند تېر کړي لکه چې ما تېر کړو، زه به د هغوي لپاره اواز پورته کووم".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG