لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د پخواني پوځي افسر شاهدعزيز کورنۍ په افغانستان کې د هغه د وژنې خبر رد کړی


د پاکستان د پخواني پوځی افسر جنرال شاهد عزيز کورنۍ دغه خبرونه رد کړي دي چې ګنې هغه په افغانستان يا شام کې د امريکايي ځواکونو پرضد جګړه کې وژل شوی دی.

پاکستاني رسنيو دغه خبر خپور کړی ؤ چې ریټايرډ لفټننټ جنرال شاهد عزيز وژل شوی دی.

د شاهد عزيز د کورنۍ د سرچينو لخوا ويل شوي وو چې هغه څو مياشتې مخکې د ملک څخه افغانستان ته تلی ؤ او هلته وژل شوی دی.

شاهد عزيز چې د پاکستان د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پروېزمشرف نزدې ګڼل کېدو، مشرف تېره اوونۍ يو پاکستاني چېنل سره په خبرو کې ویلي ؤ، هغه ته ځينې خلکو ويلي چې عزيز ږيره غټه کړې شام ته تلی او هلته وژل شوی دی.

خو د اتوار، يکشنبې په ورځ د عزیژ زوي دغه رپوټونه رد کړي دي چې پلار يې وژل شوی دی.

ذيشان عزيز وايس اف امريکا ته ویلي پلار يې د ګرځېدو او د تبليع په اړه خپل شخصي ژوند پټ ساتي.

د پاکستان په پوځ کې د ۳۷ کالونو د دندې وروستو عزيز په کال ۲۰۰۵م کې ريټائرډ شوی شوی، پروېز مشرف هغه ډايريکټر جنرال ملټری اپرېشن او بيا چيف اف جنرال سټاف لګولی ؤ.

په مشرف دا وخت په پاکستان کې د وژنو ترڅنګ د غدارۍ مقدمې چليږي. عزيز د پوځ د نوکرۍ پرېښودو وروستو يو کتاب ليکلی او د پخواني پوځ مشر په پاليسيانو يې پکې ټکونه کړي دي.

هغه تورونه لګولي چې پاکستان په افغانستان کې د امريکا پرضد د طالبانو ملاتړ کړی.

پاکستاني چارواکو دغه تورونه رد کړي وو.

په پاکستان امريکا او افغانستان هم تورونه لګوي چې په خپله خاوره يې افغان طالبان او د حقاني شبکې ترهګر ساتلي او د دغه هېواد استخباراتي اداره په افغانستان کې د بدامنۍ په شا لاس لري.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او وايي خپله خاوره د بل چا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG