د هند د دفاعي څيړنې او پرمختيا ادارې ويلي د برامس په نوم يې د روس سره په ګډه د سپرسونک ميزايل کاميابه ازموينه کړې ده.
يادې ادارې ويلي د موبايل لانچر د لارې دغه ازموينه د هند په ختيځ رياست اودېشو کې په چندي پور کې ترسره شوې ده.
هندي چارواکو ويلي په لمړي ځل په هند کې نوې پرمختللې ټېکنالوجي په دغه ميزايل کې کارول شوې ده.
د هند د دفاع وزيرې نرمالا سيترامن د دفاع د څيړنې ادارې چارواکو ته د نوې ټېکنالوژۍ د ميزايل په کاميابه ازموينه اومبارکي ورکړې ده.
ويل شوي د هند سمندري او ځمکني پوځ ته دغه ميزايل ورکړی شوی دی.
هندي چارواکو ويلي دغه ميزايل د ځمکې نه په هوا کې او په سمندر کې دننه تلی شي. هند په کاميابۍ سره د نړۍ ګړندي تلونکي ميزايل ازموينه کړې ده.
هند د کال ۲۰۱۷م په مارچ کې د بل ميزايل فاصله د ۲۹۰ کلوميټرو نه ۴۰۰ کلوميټره رسولی ؤ.