لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار کې موټري بمي برید،۱۶ کسان وژل شوي، ۳٨ژوبل


دافغانستانت په قندهار ښار کې د موټري بم یوه درنه چاونه شوې چې پکې گڼ شمېر کسان و‏ژل شوي او یا ټپیان دي.

د قندهار د والي ویاند، داوود احمدي، د امریکا غږ سره په مرکه کې، د وژل شویو کسانو شمېر ١٦، او د ټپیانو شمېر ٣٨ په گوته کړ.

هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې، څلور تنه او په ژوبل شویو کې شپږ تنه یې امنیتي منسوبین دي.

دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ ماسپښین د ۲۴مې حوزې په حضرت جي بابا سیمه کې شوې ده.

د پېښې سره سم په لویې شمیر کې امنیتي سرتیري اؤ مرستندویه فعالین د پېښې ځائ ته رسیدلي اؤ مرستندویه فعالیتونه یې پیل کړي دي.

دچاودنې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخستې.

سرچینو ویلي د باردو نه دغه ډک موټر امنیتي ځواکونو کشف کړی ؤ خو له شنډؤلو وړاندې چاودیدلی دی.

د افغانستان خبري شبکې پژواک د کندهار د میرویس روغتون د سرچینو له خولې لیکلي چې دغه روغتون ته په دشپږو کسانو مړي اؤ ۳۸ ټپیان ور وړل شوي چې په دغو ټپیانو کې ۱۲ امنیتي سرتیري هم شامل دي.
د روژې د میاشتې په پیل کیدلو دا دوهم لویې بمي برید دی چې په افغانستان کې ترسره شوی ، درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د کرکټ په یو لوبغالي کې درې بمي چاودنې شوې وې چې ۱۰کسان پکې وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

د روژې د میاشتې په پیل افغان ولسمشر ښاغلي اشرف غني په طالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو د ډزبندۍ غږ کړی ؤ خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی اؤ ویلي یې دي چې هغوئ به دالخندق په نامه خپلو بریدونو ته تر هاغې دوام ورکړي ترڅو چې خارجي عسکر د افغانستان څخه نه وي وتلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG