دپاکستان د وزیراعظم ښاغلي شاهدخاقان عباسي اؤ د مخالفې ډلې دمشر خورشید شاه ترمینځ د لندمهاله وزیراعظم په نوم صلاح نه ده راغلې اؤ د دواړو مشرانو لیدنه بې نتیجې پایي ته رسیدلې ده.
سرچینې وایي د چهارشنبې په ورځ د وزیراعظم په ماڼۍ کې د دواړو مشرانو لیدنه کې د لنډمهاله وزیراعظم دپاره په یو لړ نومونو غور اؤ بحث شوی خو په یو نوم هم پکې څله رانغله.
د پاکستان دموجوده حکومت ائیني موده د روانې میاشتې په ۳۱مه نیټه پاتې ته سیږي چې له هغې وورسته به لنډ مهاله حکومت جوړیږي اؤ دغه حکومت به راتلونکو ټولټاکنو پورې خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.
سرچینې وایي د وزیراعظم عباسي اؤ مخالفې دلې دمشر لیدنه کې دواړو خواؤ د لنډ مهاله وزیراعظم دپاره د ځینو پخوانیو ججانو اؤ بیورو کریټانو نومونه مخې ته ایښي خو په دغو نومونو صلاح ځکه نه ده راغلې چې د واکمن ګوند مشر نواز شریف نه غواړي چې کوم پخوانی جج یا بیورو کریټ ته د لند مهاله حکومت واګې وسپارل شي.
سرچینې وایي وزیراعظم عباسي د مخالفې ډلې مشر نه دوه ورځې مهلت غوښتی تر څو په دغه دوران کې هغه نوازشریف د لنډ مهاله وزیراعظم په نوم رضا کړي.
د مخالفې ډلې مشر ښاغلي خورشید شاه ویلي ورځ دوه کې به بیا وزیراعظم سره لیدنه وکړي اؤ د لنډ مهاله وزیراعظم نوم به اعلان کړي.
سرچینې وایي د لنډ مهاله وزیراعظم دپاره حکومت د دوؤ پخوانیو ججانو ناصرالملک اؤ تصدق حسین جیلاني اؤ د ډاکټر شمشاد اختر نومونه وړاندیز کړي دي.
د مخالفو ډلو لخوا د ذکاء اشرف، جلیل عباس جیلاني اؤ داکټر عشرت حسین نومونه مخې ته راغلي دي.
که چرې د پاکستان د وزیراعظم اؤ اپوزیشن لیډر تر مینځ د لنډ مهاله وزیراعظم په نوم صلاح رانغله نو د ائین له مخې به بیا دغه معامله د پارلیماني کمیټې مخې ته ورځي اؤ که پارلیماني کمیټي هم ناکامه شي نو بیا به د ټولټاکنو کمیشن په وړکړل شوؤ نومونو کې یو تن ته د لنډ مهاله وزیراعظم منصب ورسپاري.