لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پېښور هایکورټ له حکومته سیکانو ته د شمشان ګاټ نه ورکولو سپیناوی وغوښت


Sikh Community demands Cremation Ground in Peshawar

په پېښور هایکورټ کې د نهې- سه شنبې په ورځ د هغه درخواست اورېدنه وشوه، چې سیکانو پکې د خپلو مړیو د سوځولو لپاره د شمشان ګاټ غوښتنه کړې وه. د عدالت د دوه کسیز بینچ قاضیانو له حکومته غوښتي چې راتلونکې اورېدنې ته په دې اړه خپل سپیناوی وکړی.

قاضي مسرت هلالي د پېښور د ضلعي انتظامیې پر دې ګام خفګان څرګند کړ، چې ولې هغوی ته د خپلو مړیو سوځولو ځای یا شمشان ګاټ نه ورکوي. قاضي مسرت هلالي د مقدمې د اورېدنې په وخت حکومت مخاطب کړ او ویې ویل:

"تاسو [حکومت] ټول ښار کیندلای شئ خو [سیک] اقلیت ته شمشان ګاټ نه شئ ورکولای".

د پېښور هایکورټ په دې اړه چې ګواکې حکومت ولې سیکانو ته د شمشان ګاټ جوړولو لپاره ټاکل شوې بودیجه نه ورکوي، د مقدمې د راتلونکې اورېدنې لپاره د پېښور مرستیال کمیشنر، د اوقافو ادارې افسر او ضلعي ناظم ته د حاضرېدو امر وکړ.

عدالت ته درخواست ورکوونکي ګورمپال سینګ وي.او.اې ډیوه ته وویل، له اوقافو ادارې سره د مذهبي اقلیتونو درې کروړه بودیجه ده، نو دا د دوی بنیادي حق دی چې د خپلو مړیو د وروستیو مراسمو لپاره ځانګړی ځای ولري:

"په سوابۍ، نوښار، مردان، کوهاټ او پېښور کې دي د هندوانو او سیکانو لپاره یو ځای شمشان ګاټ جوړ کړل شي او د عیسایانو لپاره دې هدیره جوړه شي، دا د هندوانو، سیکانو او عیسایانو فنډ دی دا دې سمدستي بحال کړل شي".

د مردان شمشان ګاټ.
د مردان شمشان ګاټ.

خو حکومتي چارواکي دعوه کوي چې د سیکانو تر منځ د ځینو مذهبي اختلافاتو له کبله یې هغوی ته د شمشان ګاټ لپاره ځای نه دی ورکړی، خو سیکان دا خبره ردوي او وایي چې د دوی تر منځ هیڅ ډول اختلافات نه شته.

سیکان او هندوانو وایي په پېښور کې د شمشان ګاټ د نشتوالي له کبله خپل مړي وړي او په اټک کې یې سوځوي، خو څوک چې هلته د مړي وړلو وس نه لري نو د خپلو مذهبي تعلیماتو په خلاف مړي خاورو ته سپاري. یو سیک مشر رادېش سینګ په دې اړه وایي:

"موږ چې له پېښوره اټک ته سفر کوو دا ډېر له خطره ډک دی، دا ۱۵۰ کیلومیټره سفر دی او په دې تګ راتګ کې موږ ته د ترهګرو له خوا خطر هم را پېښېدلای شي. موږ ته په اټک کې دوه درې ځله ګواښونه هم شوي دي چې تاسو به خپل مړي دلته نه راوړئ او دلته به یې نه سوځوئ".

سیکان وايي د پخوا په نسبت نن سبا په پېښور کې د خپلې ځانګړې حلیې له کبله هم په سرکاري دفترونو کې له ستونځو سره مخامخ دي، ځکه چې وایي دوی له خپل مذهبي رسم سره سم د سیکانو پټکی تړي او کرپان (تېغ) ګرځوي، خو وایي په اوسنیو حالاتو کې په دې برخه کې ستونځې ورته جوړېږي.

د سیکانو او هندوانو د خپلو شمېرو له مخې په پښتونخوا کې تقریباً ۶۰۰۰۰ سیکان ژوند کوي چې له هغوی څخه ۱۵۰۰۰ په پېښور کې اوسېږي، شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ هندوان هم په پېښور کې اوسېږي.

XS
SM
MD
LG