لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټاکنو د څار اداره وایي کېدای شي افغانستان کې پارلماني او د ولسوالیو ټاکنې وځنډېږي


په افغانستان کې د ټاکنو څارونکې یوې ادارې ویلي، امکان لري چې راتلونکې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له ځنډ سره مخ شي.

د ټاکنو د څار ادارې یو غړي حبیب الله شینواري وویل، چې انتخابات به په ټاکل شوي وخت یعني د روان کال په اکتوبر میاشت کې ترسره نه شي.

د نوموړي ادارې په وینا، د ټاکنو کمیشن د مناسب کاري میکانیزم د نشتوالې له امله په ګاونډیو هیوادونو کې افغان کډوال، هغه وګړي چې د افغانستان څخه بهر دندې ترسره کوي او بنديان د رایې ورکولو څخه کیدای شي بې برخې پاتې شي.

همداراز دغه سازمان زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو د نشتوالي له امله یې د افغانستان په ۳۸ ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰۰ د رایې ورکولو مرکزونه تړل شوي دي.

که څه هم د دغو ټاکنو د ځنډ په هکله تر اوسه نورو حکومتي چارواکو څه نه دي ویلي خو د ټاکنو د خپلواک کمیشن غړي معاذالله دولتي ویلي، دوی د امنیتي ځواکونو د راجسټر يا ثبتولو لپاره پر نويو طریقو باندې کار کوي او غواړې چې بندیان د موبایل ټیلیفونونو له لارې په ټاکنو کې برخه واخلي.

اختر ابراهيمي د کورنیو چارو مرستیال وزیر ویلي چې د ټاکنو امنیت خوندي ساتل به د هغه په لومړیتوبونو کې وي. هغه وويل: "د ټاکنو امنیت ساتل زموږ لومړيتوب دى او موږ به هڅه وکړو چې امنيت خوندي کړو."

د ټاکنو د څار اداره وايي چې تر اوسه پورې ۲.۳ میلیونه کسان د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو لپاره راجسټر شوي دي چې په کې ۱.۵۹۷میلیونه نارینه او ۶۶۹،۰۰۰ ښځینه رایه ورکوونکې ثبت شوې دي.

په وروستیو کې په کابل او ننګرهار کې د ټاکنو لپاره د نوملیکنو پر مرکزونو د وسلوالو له خوا خونړي بریدونه هم وشول چې ګڼ شمېر خلکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې تدماچي یاماماتو ویلي، په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د نوملیکنو پر مرکزونو د مخالفو وسلوالو بریدونه د هغه هېواد پر ډیموکراسي باندې حملې دي چې وایي د زغم وړ نه دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG