فلسطينيانو د نهې، سه شنبې په ورځ په اسرايل د منظمو جرمونو تورونه لګولي او د جرمونو د نړيوال عدالت نه يې غوښتي چې د اسرايل د مشرانو پرضد د جنګي جرمونو پلټنې پېل کړي.
اسرايل په سمدستي ډول دغو تورونو ته غېر قانوني ویلي دي.
د فلسطين ځانګړي شکايتونه څه دي؟
د اسرايل د بهرنيو چارو وزير رادمالکي د عدالت د مشر څارنوال څخه غوښتي چې دغه مسلې لومړۍ وګوري، د اسرايلو ودانۍ کول او د اسرايل د پوځ د حماس د ولقې لاندې د غزه په پټۍ کې فعاليتونه وګوري.
فلسطينيان د اوږدې مودې نه په اسرايل تور لګوي چې د فلطسين د دولت خاوره يې د ودانو دپاره په غلا نيولې ده.
د بېت المقدس په ختيځ کې د وېسټ بېنک په علاقه کې د ۶۰ زرو نه زيات اسرايليان ژوند کوي، خو که دغه ويجاړيږي نو دا خلک به د سختو ستونزو سره مخ کيږي.
اسرايل څه وايي؟
اسرايل په کال ۱۹۶۷م کې د بېت المقدس د ختيځې برخې نیولو وروستو دا د خپلې پلازمينې برخه ګرځولې ده، خو په نړيواله کچه دا منل شوې نه ده.
اسرايل ادعا کوي چې د وېسټ بېنک علاقه یې د فلسطينيانو څخه نا بلکې د اردن نه نیولې ده.
اردن د دغه علاقې په اړوند د اسرايل ادعا ردوي، اسرايل وايي دا علاقه د اختلاف سره مخامخ ده او بايد د دې پرېکړه د خبرو د لارې وشي.
اسرايل په غزه کې د تازه خونړو پېښو تور په حماس لګوي چې حماس د احتجاجونو په شا پټ بريدونه کوي او خلک د ډهال په توګه کاروي.