لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سندهـ طاس تړون اؤ کشن ګنګا پاکستان بېنوا پاتې شو


نړیوال بانک د هند اؤ پاکستان د اوبو د ویش په تړون(سندهـ طاس) اؤ دکشن ګنګا په نوم د برېښنا دتولید په پروژه دپاکستان نیوکې نیمګړې بللي اؤ دپاکستان ډلې ته یې ته یې هیڅ رقم ډاډګیرنه نه ده ورکړې.

دراپورونو له مخې دپاکستان د اټارني جنرل اشتر اوصاف په مشرۍ څلور کسیزې تیره ورځ د نړیوال بانک د مشر اؤ نورو چارو سره لیدلي اؤ د سندهـ طاس تړون اؤ کشن ګنګا پروژې په اړوند یې دخپلو اندیښنو نه خبر کړي.

پاکستاني ډلې د نړیوال بانک څخه غوښتنه کړې چې ددغه تړون د ضامن په توګه باید هند سره د اوبو په معامله د پیدا شوؤ شخړو هواري کې خپل رول ترسره کړي.

خو نړیوال بانک د اوبو د ویش په تړون اؤ د کشن ګنګا د بریېښنا په پرژوه دپاکستان نیوکې نیمګړې بللي اؤ ورته یې ویلي چې دشخړو اؤ اختلافانو په هواري کې د بانک دفعالیت لمنه ډیره محدوده ده.

دنړیوال بانک ویاند ویلي سندهـ طاس یوه ډیر مهم نړیوال تړون دی چې داوبو د انتظام په هکله د موجوده اؤ راتلونکو چیلنجونو هواري دپاره پاکستان اؤ هند ته دمرستې لار ورکوي ترڅو پرمختیایي هدفونه ترلاسه اؤ انساني اړتیاوې ترسره کړل شي.

په دې وروستیو کې د هند وزیراعظم نریندر مودي دکشن ګنګا برېښنایي پلانټ پرانسته کړې وه چې په هغې پاکستان نیوکې کړې اؤ دا یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اوبو د ویش د تړون سندهـ طاس څخه سرغړونه ګرځولې.

سندهـ طاس تړون څه شی دی؟

د اوبو د ویش ددې تړون اړتیا په کال۱۹۴۸ کې هغه مهال ولیدل شوه چې دهند اؤ پاکستان د تاوژنو اړیکو له امله هند د خپلو ختیزو سیندونو اوبه په پاکستان وتړلې .

ددواړو هیوادونو ددغه تاؤ تریخوالي هواري دپاره نړیواله ټولنه رامنځته شوه اؤ په کال ۱۹۶۰ کې هند اؤ پاکستان د سندهـ طاس په نوم د اوبو د ویش تړون وکړو.

ددې تړون په اساس دا خبره فیصله شوې ده چې د “انډس بیسن” دشپږو سیندونو اؤ دې ته د ورماتو خوړونو داوبونه به څوک اؤ څنګه استفاده کوي؟

د تړون له مخې دسندهـ،جهلم اؤ‌ چناب دلویدیزو سیندونو ۸۰ فیصدي اوبه د پاکستان په واک کې ورکړل شوي چې ۱۳۳ ملین ایکړه فټ جوړیږي اؤ د راوي،بیاس اؤ ستلج په ختیزو سیندونو د هندوستان حق دی .

د سندهـ طاس تړون له مخې هند د لویدیزو سیندونو اوبو څخه هم استفاده کولی شي خو د سختو شرطونو پا اساس.

هند په دغو سیندونو دبرېښنا د تولید فابریکې (بجلي ګهر) هم جوړولی شي خو په دې شرط چې د سیند د بهیدو رفتار به پخپل ځایې وي اؤ دسیند د اوبو مخه به بل لوري ته نه تاوهل کیږي.

په کشن ګنګا شخړه ولې ده؟

کشن ګنګا د جهلم یو معاون یا ورګډ شوی سید دی چې په پاکستان کې ورته د نیلم سیند نوم اخستل کیږي.

انډیا په کال۲۰۰۵م کې په دې سیند د لائن اف کنټرول ترڅنګ دبریېښنایي تولید د یوې فابریکې جوړؤلو اعلان کړی ؤ چې هغې ته کشن ګنګا هائیډرو الیکټرک پراجیکټ ویل کیږي.

کشن ګنګا د جهلم دجهلم معاون سیند دی ځکه نو په ابو یې دپاکستان حق ګڼل کیږي.

په دې پروژه هند شپږ زره کروړه روپۍ مصرف کړي دي.

پاکستان دریځ لري چې دا پروژه د سندهـ تړون څخه سرغړونه ده ځکه چې د جوړیدو له امله به یې دنیلم سیند اوبه هم کمې شي اؤ د کشن ګنګا لاره به هم ورسره بدله شي .

پاکستان پځپله هم په دې سیند د نیلم جهلم هائیډرو الیکټرک پراجیکټ په نوم د برېښنا د تولید یو پروژه پیل کول غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG