لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب د حکومتي سکيم په ځای په شخصي توګه حج ته تلونکي غوره کوي


د پاکستان د مذهبي امورو مرکزي وزیر سردار محمد يوسف ويلي سعودي عرب د حکومتي پروګرام په ځای په شخصي توګه حج ته تلونکي غوره کوي.

د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته د احوال تېرولو په مهال په نوموړي وزیر تورونه لګول شوي چې هغه په شخصي توګه حج ته د تلو سکيم ته وده ورکوي.

سردار يوسف په ځان نيوکو ته په ځواب کې ويلي، " مونږ غواړو چې د حج شخصي سکيم ختم کړو، مونږ غواړو چې ټول وګړي چې په سرکاري سکيم کې حج وکړي خو حقيقت دا دی چې د سعودي عرب حکومت په شخصي توګه حج کوونکي غوره کوي".

د پاکستان مرکزي حکومت د دسمبر په مياشت کې د ۲۰۱۸م کال لپاره په خیبرپښتونخوا او فاټا کې د یو تن د حج خرڅ ۲۸۰۰۰۰ روپۍ اعلان کړی ؤ.

وفاقي وزير د ٢٠١٨م کال د حج د خرڅ يا لګښت په تفصيل کې ویلي ؤ چې په نوې پاليسۍ کې به د هېواد د شمالي سیمو يعنې پنجاب او خيبرپښتونخوا د یو تن د حج خرڅ ۲۸۰۰۰۰ روپۍ او د جنوبي سيمو خرڅ به ۲۷۰۰۰۰ روپۍ وي.

د قربانۍ لپاره به هر حاجي ١٣٠٥٠ روپۍ د حج له پېکج نه علاوه جمع کوي.

يو شخصي ټرېول ايجنټ چې په شخصي توګه خلک حج ته ليږي وايي په شخصي توګه د يو تن په حج لږ تر لږه پينځه نيم لاکه روپۍ خرڅ راځي.

د پاکستان څخه به سږ کال د حج په سرکاري کوټه کې ۱۲۰۰۰۰ کسان او په شخصي سکيم کې به ٥٩٢١٠ عازمين حج ته ځي.

د عرب نيوز د يو راپور ترمخه د کال ۲۰۲۲م پورې د حج او عمرې پېداوار به ۱۵۰ اربه ډالرو ته ورسي.

تېر کال د ټولې نړۍ نه نزدې ۲۰ لاکه خلک د حج دپاره سعودي عرب ته تلي وو.

د پاکستان د حج د نوې پالیسۍ ترمخه هغه کس به هم د حج لپاره په شخصي کوټه (سکیم) کې د درخواست ورکولو اجازه ونه لري، چې په تېرو درو کلونو کې یې حج کړی وي، خو يواځې هغه کس به له دې بندیزه مستثنی وي، چې د خپلې کورنۍ له ښځو سره د حج فریضه ادا کوي.

سردار يوسف ویلي چې تر اتيا کالو د زيات عمر کسانو لپاره د مرستیالانو کوټه هم ١٠٠٠٠ ټاکل شوې، خو وایي شرط به دا وي، چې مرستیال کس له حج کوونکي سره د وينې رشته ولري.

په نوې پالیسۍ کې دا پرېکړه هم شوې، چې د کومو کسانو درخواستونه له تېرو درو څلورو کلونو پرله پسې رد کيږي، له هغوی څخه به ١٠٠٠٠کسان د جدا پچې اچولو (قرعه اندازۍ) له لارې ټاکل کېږي.

سردار يوسف د حج د پاليسي اعلانولو په وخت ويلي ؤ دا ځل به هيڅوک اجازه ونه لري، چې په سرکاري سکيم کې مفت يا وړيا حج وکړي او هغه څوک چې په ژوند کې یې يو ځل په سرکاري سکيم کې حج کړی وي، دویم ځل د حج درخواست نه شي ورکولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG