لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اروزګان:په امنیتي پوسټو ډله ییزو بریدونو کې اته عسکر اؤ ۱۲طالبان وژل شوي


دغه تازه نښتې داروزګان  په چورې ولسوالۍ کې شوي اؤ ددغې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي ویلي چې دغلته طالبانو دخپل پخواني مشر ملا عمر د زوئ ملا یعقوب په مشرۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.

چارواکي وایي د افغانستان په اروزګان ولایت کې دطالبانو اؤ امنیتي ځواکونو ترمینځ سختې نښتې شوي چې پکې اته امنیتي سرتیري اؤ ۱۲ طالبان وژل شوي دي.

دغه تازه نښتې داروزګان په چورې ولسوالۍ کې شوي اؤ ددغې ولسوالۍ ولسوال امین الله خالقي ویلي چې دغلته طالبانو دخپل پخواني مشر ملا عمر د زوئ ملا یعقوب په مشرۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.

خبري اژانس پژواک د سیمه ییزو چارواکو له خولې ویلي طالبانو تیره شپه د چوري ولسوالۍ په ګڼو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې پکې پینځه پولیس اؤ درې دملي اردو سرتیري وژل شوي اؤ ددې ترڅنګ اته امنیتي عسکر ژوبل ژوبل شوي هم دي.

ولسوال خالقي دعوه کړې چې دې نښتو ۱۲ طالبان هم وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

په دې وروستیو کې چې طالبانو د الخندق په نوم د نوؤ پسرلنیو عملیاتو پیل کولو اعلان کړی دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دطالبانو اؤ امنیتي ځواکونو دنښتو لړۍ چټک شوې اؤ په دغو نښتو کې دواړه خواوې یو بل ته د درنو زیانونو اړؤلو دعوې کوي.

خبریالانو ته اجازه نه وي چې د جګړې ساحو ته پخپله ورشي اؤ حالات د نزدې نه وګوري ځکه نو په اوسني وضعیت کې مطبوعات یوازې دجنګي خواؤ د دعوؤ په اساس خپل راپورونه خپروي.

د روژې د میاشتې پیل کیدلو سره سم افغان ولسمشر اشرف غني يه طالبانو غږ کړی ؤ چې د روژې دمیاشتې په احترام د جنګونو نه لاس واخلي خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړی اؤ په افغان ځواکونو یې خپل بریدونه دوامداره ساتلي دي.

XS
SM
MD
LG