لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو قانوني مسوده نن سېنېټ ته وړاندې کيږي


د پاکستان د قامي اسمبلۍ نه د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو د اييني بدلون د قانوني مسودې د منظورۍ وروستو ياده مسوده نن په سېنېټ کې وړاندې کیږي.

په قامي اسمبلۍ کې پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ د ۳۱م اييني بدلون د قانوني مسودې په حق کې ۲۲۹ ووټونه ورکړی شوي او منظور کړی شوې ده.

د باجوړ ايجنسۍ نه د سېنېټ غړي هدايت الله وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې په برني اېوان سېنېټ کې ياده قانوني مسوده وړاندې کيږي.

او چې د سېنېټ نه یې منظوري ورکړی شي دا به بيا د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کولی شي.

په سېنېټ کې دا وخت ۳۳ سېنېټران ازاد، ۲۰ د پاکستان پيپلزپارټۍ، ۱۷ د مسلم ليګ ن، ۱۲ د پاکستان تحریک انصاف، پينځه، پينځه د نيشنل پارټۍ او اېم کيو اېم دي.

ياد ګوندونه د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو په حق کې دي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعيت علمااسلام چې د دغه قانوني مسودې مخالفت کوي، جمعيت علمااسلام سره څلور او پښتونخوا مېپ سره درې سېنېټران دي.

ځايي ميډيا د خېبرپښتونخوا د تحریک انصاف د حکومتي وياند شوکت يوسفزي له قوله وايي چې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د قانوني مسودې د صوبايي اسمبلۍ نه منظورولو دپاره د اتوار، يکشنبې په ورځ غونډه رابلل شوې ده.

د ايين د ارټيکل ۲۳۹م (۴) لاندې صدر نه شي کولی چې د اړونده صوبې څخه د قانوني مسودې د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدليږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو پاس کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG