لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وايي پاکستان يې د ‌‌‌‌‌‌ډپلوماټانو سره بد چلند کوي


د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو
د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو

د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ویلي چې امريکايي چارواکو سره په پاکستان کې بد چلند کيږي او ښايي چې واشنګټن د پاکستان مالي مرستې نورې هم کمې کړي. مايک پومپيو کانګرس ته په احوال تېرولو کې دغه خبره کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه د کانګرس د بهرنيو چارو کمېټۍ په غونډه کې د پاکستان کې امریکايي سفارتکارو سره د بد چلند خبره راپورته شوې او داسې اشاره ورکړی شوې چې يو وخت چې د اسلام اباد او واشنګټن نزدې اړیکې وې هغه قابو ختمې شوي او پاکستان اوس مخالفه چلند کوي.

مايک پومپيو د بهرنيو چارو د وزارت د راتلونکي مالي کال په بوديجه د بحث په مهال ويلي، "چې زمونږ د بهرنيو چارو د چارواکو سره بد چلند کيږي، او په سفارتخانو، قونصلګرو او نورو ځايونو کې د کارکوونکو سره د پاکستاني چارواکو رویه سمه نه ده".

نوموړي ويلي چې د صدر ټرمپ انتظاميې د تېر کال په پرتله په کال ۲۰۱۸م کې د پاکستان مالي مرستې کمې کړي او د هغه په خيال دغه شمېرې نورې هم کمېدی شي.

پومپيو دغه خبره په داسې حال کې کړې چې امريکې د پاکستان په سفارتي عمله بندېزونه لګولي دي.

د روانې مياشتې په لومړيو کې د پاکستان سفارتي عملې ته ويل شوي چې د امریکا په بیلا بیلو ښارونو کې کار کونکي سفارتي عمله د خپلو سفارتخانو نه ۲۵ میله بهر سفر نه کوي، او که څوک د دغې نه زیات سفر کول غواړي نو لومړی به د امریکا خارجه وزارت نه د دغې اجازه اخلي.

د اپریل میاشتې په ۱۷مه نېټه د امريکې مرستيال خارجه وزير تامس شېنن وي او ای ته ويلي وو، امريکې دغه ګام د پاکستان له خوا په خپل هېواد کې پر امريکايي سفارتکارانو د بنديز په غبرګون کې پورته کړی دی.

په امریکا کې د پاکستاني ډپلوماټاڼو په سفرونو د بندیز په جواب کې پاکستان هم د امریکایي ډپلوماټانو په سفرونو بندیز لګولی او امر یې کړی ؤ چې که امریکایي ډپلوماټان په هر لوري ځي وړومبی به ورته د پاکستان د خارجه دفتر څخه اجازه اخستل وي.

مايک پومپيو په خپلو خبرو کې د شکيل افريدي يادګېرنه کړې او ويلي يې دي، چې کله "زه د اسختباراتي ادارې سي ايي ای مشر ووم ما د شکيل افريدي په مسله کې د پام وړ کار کړی خو نه وم کامياب شوی، او دا خبره دې یاد وساتل شي چې هغه زما په زړه کې دی او زه د دې په ارزښت خبر يم او مونږ د دې دپاره څه کولی شو، مونږ دغه کار ترسره کولی شو".

په دغه مهال د کېليفورنيا نه د ريپبلکن د کانګرس غړي ډېنا روهرابېچر ويلي چې د ټرمپ انتظاميې ته خواست شوی چې د پاکستان دپاره راتلونکی بجټ سېوا نه کړي.

هغه ويلي، "زه داسې څه جواز نه وينم چې د بهرنيو مرستو په برخه کې د پاکستان حکومت ته نورې پېسې ورکړی شي تر هغې پورې چې د اسامه بن لادن په مالومولو کې مرسته کوونکی ډاکټر شکیل افريدی يې نه وي خوشی کړی".

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای سره د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټون کې د مرستې په لړ کې نیول شوي ډاکټر شکیل افریدي د خپل اووه کاله قید سزا څو ورځې وړاندې پوره کړې ده.

په کال ٢٠١١ م کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي خصوصي ځواکونو په عملیاتو کې د بن لادن د وژل کیدو څو ورځې ورسته پاکستان ډاکټر شکیل افریدي نيولی ؤ.

نوموړي ته د فرنټر کرائم ریګولېشن یا اېف سي ار قانون لاندې ۲۳ کاله بند اورول شوی ؤ، خو بیا وروستو په کال ۲۰۱۴م کې د هغه وکیل د دغه فېصلې په ضد فاټا ټربیونل کې خواست کړی ؤ چې دې ته دې بیا کتنه وشي.

په کال ٢٠١۴ م کې د ډاکټر شکیل افریدي سزا ١٠ کلونو ته راکمه کړی شوه او په هغه لګول شوي جرمانه هم ١٠ لکه روپۍ کمه شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG