لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي سيمې په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو قانوني مسوده سېنېټ هم منظور کړه


pakistan-parliament-house
pakistan-parliament-house

د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې هم د قبايلي سیمې فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د اييني بدلون قانوني مسوده منظوره کړی شوه.

د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په مشرۍ غونډه کې د قانون او انصاف وزیر محمود بشير ورک د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو دپاره د اييني بدلون قانوني مسوده وړاندې کړه.

د اييني بدلون د قانوني مسودې په حق کې ۷۱ او مخالفت کې پينځه رايې ورکړی شوي دي.

پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ قامي اسمبلۍ دغه قانوني مسوده منظور کړې وه.

په سېنېټ کې پيپلز ګوند، پاکستان مسلم ليګ ن، تحریک انصاف او اېم کيو اېم د قانوني مسودې په حق کې رايې ورکړي او جمعيت علمااسلام ف او پښتونخوا عوامي پارټۍ يې مخالفت کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټرعثمان کاکړ د مسودې د مخالفت کولو ترڅنګ ويلي دي، که فاټا نه وی نن به په ټول ملک انګرېز واکمن ؤ، هغه ويلي د فاټا دپاره پرون هم توره ورځ وه او نن هم توره ورځ ده.

راپورونه وايي د جمعيت علمااسلام ف غړو په رايو کارولو کې برخه نه ده اخستې.

د قامي اسمبلۍ او سېنېټ نه وروستو به دا قانوني مسوده اوس د منظورۍ وروستو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته ځي.

ځکه چې د ايين د ارټيکل ۲۳۹م (۴) لاندې صدر نه شي کولی چې د اړونده صوبې څخه د قانوني مسودې د منظورۍ پرته دا لاسليک کړي ځکه چې کله د صوبې جغرافيه بدليږي دغه قانوني مسوده به د صوبايي اسمبلۍ څخه په درېو کې په دوه برخو منظورېدو ته اړتيا لري.

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند شوکت يوسفزي ويلي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د قانوني مسودې د صوبايي اسمبلۍ نه منظورولو دپاره د اتوار، يکشنبې په ورځ غونډه رابلل شوې ده.

هغه ويلي د سياسي ګوندونو سره یې رابطې پېل کړي چې دغه قانوني مسوده د صوبايي اسمبلۍ څخه منظور کړی شي.

د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو د اييني بدلون سره به فاټا د خېبر پښتونخوا صوبې برخه وګرځي خو د دغه سیمې د قامي اسمبلۍ ۱۲ او د سینیټ اته چوکۍ به پخپل ځایې پاتې وي.

راتلونکي کال کې به د قبایلي سیمو دپاره صوبایي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ وي او په قبايلي سیمو کې به سمدستي د صوبې قوانین په ځای کیږي.

د اېن ایف سي ایوارډ د لاندې به فاټا ته د۲۴ اربو روپو ترڅنګ ۱۰۰ اربه روپۍ اضافي هم ورکړل کیږي او دلسو کالو دپاره به ورته د۱۰۰۰ اربو روپو ځانګړې پنګه هم ورکول کیږي چې دغه پنګې به یوازې په قبایلي سیمو مصرفیږي.

د ايیني بدلون له مخې به د سپریم کورټ او پیښور هائیکورټ د واک لمنه قبایلي سیمو ته غځولی ، نیمې قبايلي سیمې به ختمولی او فاټا کې به تر پینځوؤ کالو له خلکو ټیکسونه نه اخستل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG