لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راشد خان د ټيونټي غوره سپېنر دی، ټنډولکر


د هند پخواني یاد ستوري لوبغاړي د افغانستان سپېنر بالر راشد خان ستايلی او ويلي يې دي، " راشد خان تل ښه سپېنر ؤ خو اوس زه په ډاډه سره وايم چې هغه د نړۍ غوره سپېنر دی، او هغه د دې سره ښه بېټنګ هم کوي".

راشد خان ته په ښه بېټنګ، په ښه بالينګ او غوره فيلډنک سچن ټنډولکر د ۲۰ اووریزو لوبو (ټي ټيونټي) غوره سپېنر ويلي دي.

​راشد خان د سنرايزر لخوا د کلکته نايټ رايډر سره په سيالۍ کې د يو غوره ال راؤنډر په څېر لوبه کړې او خپله لوبډله يې د ايي پي اېل فاينل ته رسولې ده.

راشد خان د کلکته نايټ رايډر د لوبډلې پرضد سيالۍ کې په ۱۰ بالونو ۳۴ رنزونه جوړ کړي، او هغه وخت بيټنګ ته راغلی چې د سنرايزر د لوبډلې شپږ لوبغاړي اؤټ شوي او ۱۳۴ رنزونه يې جوړ د اننګز يې ۱۳ بالونه پاتې وو.

هغه څلور چکې (شپږيزې) او دوه چوکې (څلوريزې) وهلې دي.

راشد بيا په بالينګ او فيلډنګ کې هم غوره لوبه کړې ده.

هغه په څلورو اوورونو کې ۱۹ رنزونه ورکړي او درې لوبغاړي يې سوځولي دي، هغه په وروستي اوور کې دوه کېچونه نیولي او لوبغاړی رنز اؤټ کړی دی.

د راشد خان په غوره لوبه سنرايزر لوبډله د ايي پي اېل فاينل ته رسېدلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG