لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانيا د افغان ژباړونکو په خوندي کولو کې پاتې راغلی


د کامنز دفاعي کمېټۍ په يو رپوټ کې ويلي برتیا د هغو افغانانو په خوندي کولو کې پاتې راغلې چا چې د برتانيا د پوځ سره د ژباړونکي دنده ترسره کړې او دوي اوس د طالبانو او داعش د سخت ګواښ سره مخ دي.

دې ګارډين د رپوټ ترمخه په څيړنه کې د برتانيې د کورنو چارو او دفاع په وزارت نيوکې شوي چې د زرګونو په شمېره کې افغانانو په اړوند يې زمه وارۍ نه دي پوره کړي.

کمېټۍ ويلي ژباړونکي اکثره د سختو حالاتو سره مخامخ شوي دي.

رپوټ کې د افغان ژباړونکو او ځايي کارکوونکو لخوا ويل شوي دا يو پراخه موافقه شتون چې برتانيا به دوي ته د دوي د شکریې پور ورکوي.

ویل شوي "حکومت بايد د خپلې دغې پاليسۍ نه لاس واخلي چې پخواني ژباړونکي او نور وفادار کارمندان د خطرې په وړاندې څرګندوي".

د برتانيا د کورنیو چارو سېکتر ساجد جاوېد روانه میاشت په دې ټينګار کړی ۱۵۰ افغان ژباړونکي چې په برتانيا کې پاتې کيږي ۲۳۸۹ يورو فيس به ورکوي.

ويل شوي دغه ډول د نورو ډېرو کسانو دپاره هيځ امتياز (رعايت) نشته چا چې دغه کار په برتانيا کې کړی يا لا تراوسه په افغانستان کې دي او د طالبانو يا داعش لخوا په نښه شوي دي.

د برتانيا ځواکونو په افغانستان کې ۷۰۰۰ عام ملکي وګړي په دنده کړي چې نيم يې ژباړونکي وو. د دوي دپاره دوه ډوله سکيمونه جوړ کړی شوي چې په برتانيا او افغانستان کې به په ځای کولی شي.

خو په رپوټ کې ويل شوي چې يو افغان هم نه دی په ځای کړی شوی.

د ژباړونکو ملاتړ کوونکو او د برتانيا پخوانو پوځي افسرانو د دغو کسانو په اړوند اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي حکومت دغو کسانو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG