لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې راتلونکو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پیل شو


دټولټاکنوخپلواک کمیسیون مسئولو چارواکو ویلي ،خپل اسقلالیت به ساتي او د هیچا تر اغیز او تاثیر لاندې به نه راځي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره دنوماندانو دنوم ثبتونې پروسې دپرانیستلو لپاره په جوړ شوي خبري کنفرانس کې دټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد ویلي دټاکنو روڼتیا یې شعار دی اودې هدف ته درسیدولپاره اړوند کمیسیون هرډول قربانیو ته چمتوالی لري.

صیاد د ټاکنو له نوماندانو وغوښتل چې دخپلوکمپاینونو لپاره د قانون خلاف کړنو له ترسره کیدو ډډه وکړي اودټاکنو دقانون له مخې انتخاباتي مبازره له فساد پرته ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړه”له کاندیدانو څخه غواړو چې دخپل زور او قوت څخه په کمپاینونو کې استفاده ونه کړي اود یوه عادي وګړي په توګه د خپل هیواد دخدمت لپاره خپله انتخاباتي مبارزه چې قانون ورته اجازه ورکوي هغې ته دوام ورکړي،فساد ،درغلۍ اودپیسو په بدل کې دتذکروله ترلاسه کیدوڅخه ډډه وکړي”

دټاکنو دقانون مطابق هرهغه څوک چې د ټاکنو لپاره ځان کاندیدوي باید ۱۰۰۰ هغه تذکرې له ځان سره ولري چې په ټاکنو کې دګډون سټیکر پرې لګول شوي وي.

بلخوا د راتلونکو ټاکنو لپاره یوشمیر نوماندان دټاکنو دشفافیت په اړه دټاکنو خپلواک کمیسیون هڅې ترډیره بریده هیله بخښوونکي ګڼي خوپه وینا یې نوماندانو ته دعامه پوهاوي په برخه کې د یاد کمیسیون هڅې دنیوکې وړ دي.

په اړه یې نجیب الله ازاد وویل”ډیر لوستي کسان چې کاندیدان دي په دې نه دي خبر چې دیو نوماند دملاتړ لپاره کله چې دوی تذکرې ورکوي په دې باندې د رایې ورکوونکو سټیکر لګیدلی وي او کنه،داسې نوماندان شته چې بې سټیکرتذکرې یې راغونډې کړي دي ،دټاکنوکمیسیون اوس هم شاوخوا دوه اونۍ وخت لري نوماندانولپاره عامه پوهاوی وکړي”

ازاد زیاته کړه یوشمیر نوماندان دخپلې نوماندۍ لپاره له ۲۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانيو پورې دیوې تذکرې په بدل کې پیسې ورکوي او همداراز دپوهنتونونو محصلین اوحکومتي مامورین اړویستل کیږي چې دیوشمیر کسانو لخوا دهغوی دخوښې خلاف نوماندانو ته تذکرې ورکړي اودا د ولس اوامنیتي ادارو مسولیت چې د دې نامشروع روانو هڅو مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې دټاکنود کمیسیون مشرعبدالبدیع صیاد له مدني ټولنو،نوماندانو رسنیو او له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دټاکنو دشفافیت او رونټیا لپاره له دې کمیسیون سره چې هر اړ خیزه جدي مرسته وکړي ترڅو ټاکنې شفافې او عادلانه شي.

دهمداراز د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ویلي حکومت باید د ټاکنو په چارو کې خپله بې طرفي وساتي او له دې کمیسیون سره دې د انتخباتي شریک په توکه خپلې ژمنې په امنیتي ،مالي اود تذکرو په ویش اودرغلیو په مخنیوي کې اوهمداراز دهغو کسانو په نیولو او مجازاتو کې مرسته وکړي چې فساد او درغلیو ته زمینه برابروي.

دټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دافغانستان په ولسوالیو کې ټاکنو لپاره دعامو ولسي خلکو دنوم لیکنې پروسه پیل شوې اوکلیوالو بانډو کې دنوم لیکنې لپاره د حساسو موادو دلیږد چارې نن پیل شوي اوډیر ژر به د ثبت نام دریمه مرحله پیل شي.

دټاکنو دخپلواک کمیسیون دمعلوماتو له مخې دولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې دنوم لیکنې پروسې له پیل څخه تر پرون ورځې پورې درې ملیونه دوه ویشت زره ،نهه سوه شپږڅلویښت تنه کسانو نوم لیکنه کړې چې له دې شمیرڅخه ۹۸ زره درې سوه پنځه دیرش تنه زنانه او۶۲ زره پنځوس تنه کوچیان،اهل هنود اوسیکانو نو لیکنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG