لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور اپریدی به دخیبر پښتونخوا لنډمهاله وزیراعلی وي


منظور اپریدي
منظور اپریدي

په خیبرپښتونخوا صوبه کې حکومت اؤ مخالفو ډلې د لنډ مهاله وزیراعلي په توګه د منظور اپریدي په نوم صلاح شوي دي.

دخیبر ایجنسۍ سره تعلق لرونکی منظور اپریدی د صوبه کې د واکمن ګوند تتحریک انصاف د سینیټر ایوب اپریدي وراره اؤ د پاکستان سپر لیګ د پېښور زلمي لوبډلې دمالک جاوید اپریدي تره دی.

سرچینې وایي د لندمهاله وزیراعلي په توګه د منظور اپریدي په نوم دغه صلاح د وزیراعلي پرویز خټک اؤ د محالفې ډلې دمشر مولانا لظف الرحمان تر مینځ لیدنه کې راغلې ده.

دپاکستان د موجوده قامي اؤ‌صوبایي حکومتونو ائیني موده په ۳۱م مئ ‌سزته رسیږي چې له هغې وروسته به لند مهاله حکومتونه واک په لاس کې اخلي اؤ د دریوؤ میاشتو دننه به ټولټاکنې کوي.

تراوسه د لنډ مهاله وزیراعظم اؤ نورو دریو واړو صوبو دپاره د لند مهاله اعلی وزیرانو په نومونو صلاح نه ده راغلې خو یوازې دخیبرپښتونخوا دننه دمنظور اپریدي نوم دنګران وزیراعلي دپاره خوښ کړل شوی دی

هیله کیږي چې په رسمي ډول به د لنډ مهاله وزیراعلی نوم په ۲۷ مئ(سبا) اعلان کړل کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG