لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په افغانستان کې وچکالۍ د دوه میلیونه خلکو ژوند په خطر کې اچولی


ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې وچکالۍ د دې هېواد په درې کې دوې برخې سیمې اغېزمنې کړې، چې وایي د شاوخوا دوه میلینه خلکو ژوند یې له سخت خوراکي بحران سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر په خپل اوونیز رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې د اوبو زېرمې او چینې وچې شوې او د بارانونو او واورو د کم ورښت له کبله په دریابونو کې اوبه کمې شوې دي.

دغه اداره وایي د افغانستان په اکثرو برخو کې د جګړې زیاتوالی ورځ په ورځ د اوږدمهالې وچکالۍ اغېز هم زیاتوي او بازارونو ته یې د خلکو لاسرسی ګران کړی دی.

په رپوټ کې راغلي چې د اوبو کموالي کروندګر مجبوره کړي چې خپل فصلونه تر خپل وخت په ځنډ وکري او خپل کښتونه کم کړي چې هسې نه د وچکالۍ له امله تاوانونه ور پېښ شي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي داسې حالات هم راغلي چې کروندګرو له خپلو فصلونو هیڅ حاصلات نه دي اخیستي او زړي یا تخمونه یې وچ شوي دي.

دغه اداره خبرداری ورکوي چې وچکالۍ په افغانستان کې د ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کلونو د ژمنیو فصلونه سیزن زښته زیات اغېزمن کړی، خو وایي دا تمه کېږي چې د روان کال د پسرلي او دوبي (اوړي) فصلونه هم اغېزمن بلکې کېدای شي په بشپړه توګه یې ختم کړي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي دغې اوږدې وچکالۍ خلک کډو ته مجبور کړي او په دې برخه کې یې د روانې مې میاشتې له پیله راهیسې شاوخوا ۲۱۰۰۰ خلک رجسټر کړي چې د خوراکي بحران له کبله ښاري سیمو ته کډه شوي دي. رپوټ وایي:

"د افغانستان په شمال ختیځ کې ۱.۵ میلینه وزې او پسونه (ګډان) د خوراک لپاره څر کوي او له تقریباً زر کلیو څه شپږ سوه یې اوبه نه لري".

ملګري ملتونه وایي د بشري حقونو دغه اداره یې په بیړنۍ توګه ۱۱۵ میلینه ډالرو ته اړتیا لري، چې د وچکالۍ ځپلیو شاوخوا څورلس لکه خلکو اړتیاوې پوره کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG