لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غني: د قبایلي سیمو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د خلکو په خوښه وشي


د افغان ولسمشر اشرف غني له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د قبایلي سیمو انتظامي بدلون یواړخیز ګام بللی او په دې اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې- چې د خالي- شنبې په ورځ خپره شوې- ویلي شوي چې په قبایلي سیمو کې هر ډول سیاسي او پوځ اقدامات باید د برتانوي هند او افغانستان تر منځ په ۱۹۲۱م کال کې د شوي قرارداد په رڼا کې وشي:

"موږ د ډیورنډ کرښې په اوږدو او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي مداخلو او هلته د مېشتو قبایلو د سیاسي وضعیت د بدلېدو په موخه د پاکستان د یو اړخیزو اقداماتو په اړه تل خپلې اندېښنې له ډیپلوماتیکو لارو له پاکستان او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړې دي".

افغان حکومت وایي د پاکستان پارلمان په داسې حالاتو کې له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو پرېکړه کړې ده چې په دغو سیمو کې لا هم بشپړ امن نه دی راغلی او ډېر خلک یې د ترهګرۍ له امله بې کوره دي:

"د قبایلي سیمو په اړه هره پرېکړه باید په آرام وضعیت کې د ځايي خلکو د ولسي اجماع [اتفاق] په رڼا کې وشي، چې د هغوی د ارادې استازیتوب وکولای شي".

افغان حکومت وایي په قبایلي سیمو کې د انګرېزانو د وخت د زاړه او غیرانساني نظام د له منځه وړلو لپاره پکار ده چې د دې سیمې د ټول ولس خوښه او د افغان حکومت مشوره پکې شامله شي، وایي له دې پرته په یواړخیز ډول د دې سیمې خودمختاري تر پښو لاندې کول ستونځه نه شي حل کولای.

​تر دې وړاندې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې د پاکستان د پارلیمان دغه پرېکړه ورته د منلو وړ نه ده، ځکه چې وایي دا به په سیمه کې سیاسي کړکېچ او ستونځې نورې هم زیاتې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو وزارت به د پاکستان له خوا له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو د یواړخیز ګام په ضد ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو ته خپل شکایت په رسمي توګه و رسوي.

پاکستان له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د یو ځای کېدو په اړه د افغان حکومت اندېښنه رد کړې او دا یې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل وایي، د پاکستان د پارلمان پرېکړه د دې هېواد د ولس اراده څرګندوي.

XS
SM
MD
LG