لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قسمت مو ښه دی چې راشد خان په لوبډله کې لرو، ويليمسن


د افغانستان ستوری لوبغاړی راشد خان چې د هند پريمئرليګ په سيالو کې د سنرايزر حېدر اباد لوبډلې لوبغاړی دی، د دغه لوبډلې کپتان کېن ويليمسن ويلي " قسمت مو ښه دی چې راشد خان په لوبډله کې لرو".

ويليمسن دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د راشد خان په غوره لوبه سنرايزر لوبډله د ايي پي اېل فاينل ته رسېدلې ده او نن د اتوار، يکشنبې په شپه د سنرايزر او چينايي سپرکنګ ترمنځ د ايي پي اېل فاينل کيږي.

ويليمسن ويلي کلکته نايټ رايډر ته ماتې د راشد خان په غوره لوبه ورکړی شوې ده.

راشد خان په دغه لوبه کې بيټنګ، بالينګ او فيلډنګ په ټولو برخو کې غوره لوبه کړې ده.

ويليمسن ویلي، " قسمت مو ښه دی چې راشد خان په لوبډله کې لرو، هغه په ټول ايي پي اېل کې ښه لوبه کړې او دوي هيله لري چې په فاينل کې به هم دغه ډول ښه لوبه وکړي".

راشد خان د کلکته نايټ رايډر د لوبډلې پرضد سيالۍ کې په ۱۰ بالونو ۳۴ رنزونه جوړ کړي، او هغه وخت بيټنګ ته راغلی چې د سنرايزر د لوبډلې شپږ لوبغاړي اؤټ شوي او ۱۳۴ رنزونه يې جوړ د اننګز يې ۱۳ بالونه پاتې وو.

هغه څلور چکې (شپږيزې) او دوه چوکې (څلوريزې) وهلې دي.

راشد بيا په بالينګ او فيلډنګ کې هم غوره لوبه کړې ده.

هغه په څلورو اوورونو کې ۱۹ رنزونه ورکړي او درې لوبغاړي يې سوځولي دي، هغه په وروستي اوور کې دوه کېچونه نیولي او لوبغاړی رنز اؤټ کړی دی.

د راشد خان لوبه نه يواځې په ايي پي اېل کې بلکې بهرنيو لوبغاړو هم ستايلي او پخوانيو ستورو لوبغاړو راشد خان ته د ايي پي اېل او د ټي ټيونټي کرکټ غوره سپېنر بالر ويلي دي.

XS
SM
MD
LG