لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې په پوځي مرکز ځانمرګی برید شوی


د افغانستان په جنوب کې پرتې صوبې هلمند کې د يو پوځي مرکز مخې ته د ګاډي د لارې ځانمرګی بريد شوی چې پکې دوه سرتيري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د هلمند د ګورنر وياند عمرځواک ځايي رسنيو ته ویلي چې دغه بريد نن د اتوار، يکشنبې په سهار د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د پوځي مرکز مخې ته شوی دی.

نوموړي ويلي بريد د ګاډي د لارې شوی او هغه پکې د څلورو سرتيرو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

خو ځینې رسنيو په بريد کې د چارواکو له قوله د دوه سرتيرو د وژنې خبر ورکړی دی.

چارواکو ويلي دغه سيمه چې بريد پکې شوی دغلته د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو پرضد نښتې هم روانې دي او دغه ځای لږه موده د طالبانو څخه پاک کړی شوی دی.

وسله والو طالبانو د نني بريد زمه واري منلې ده.

نادعلي کې وخت په وخت د بدامنۍ پېښې رامنځته کیږي او يوه ناقراره ولسوالي ګڼلی شي. ياده ولسوالي د لښکر څخه ۵۰ کلوميټره لرې پرته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG