لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سولې اؤ ثبات دپاره خپلې ژمنې عملي کوؤ،دپاکستان اؤ افغانستان اعلامیه


افغانستان اؤ پاکستان د خپل منځي تاؤ تریخوالي کمولو اؤ د سولې د بهیر پرمخ د وړلو دپاره راتلونکو څو ورځو کې په رغنده ګامونو اخستلو اؤ د شوؤ پریکړو په عملي کولو صلاح شوي دي.

دافغانستان د ملي امنیت د مشاور ښاغلي حنیف اتمر په مشرۍ د اسلام اباد په سفر تللي پلاوي د وزیراعظم په ماڼۍ کې د پاکستاني لوري سره په بیلابیلو چارو خبرې اترې کړي دي.

په دغو خبرو کې د حنیف اتمر سره د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، دافغان پوځ سرلښکر جنرال یفتلي اؤ په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال ملګري وؤ اؤ دپاکستاني هئیت مشري د ملي امنیت مشاور ښاغلي ناصر خان جنجوعه کوله.

دلیدنې په پاي جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هیوادو ترمینځ په دوه اړخیزه همکارۍ اؤ د سیمې د امنیت په وضعه په ځیرکتیا سره خبرې شوي .

اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو لوریو د تیرو وختونو د تاؤ تریخوالي برعکس دا ځل دنزدیکت ولوله وښودله اؤ ژمنه یې وکړه چې د غوره سباوؤن دپاره به په ګډه کار کوي.

اعلامیه وایي دواړه خواوې په دې خبره صلاح شوي چې په دې وروستیو کې یې سیمه کې دسولې اؤ ثبات د ټینګښت اؤ دخپل منځي‌ همکارۍ پراخه کولو دپاره په کومو ګامونو موافقه کړې هغه به عملي کوي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتېژيکو اړيکو رييس قادر شاه ویلي په دې ليدنو کې پر امنیتي برخه کې هوکړه وشوه چې دواړه لوري به د " سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان" کې راغلې ۶۶ فقره ييزې ژمنې چې د دواړو غاړو ترمنځ د همکارۍ هر اړخیز مهم او جامع چوکاټ دی، له پلان سره سم به یې د عملي کولو لپاره ژر تر ژره مشخص ګامونه واخیستل شي.

دافغانستان خبري شبکې پژواک د ښاغلي قادر شاه له خولې لیکلي چې دواړه غاړو د سولې بهیر د پر مخ بيولو او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په ځانګړي ډول په راتلونکو ورځو کې د مشخصو اقداماتو د عملي کولو په سر موافقه وکړه.

قادر شاه وايي همدارنګه پریکړه وشوه چې کاري کمېټې به دواړو غاړو کې ځانګړي همغږي کوونکي وټاکي او د دغو کمېټو د عملي فعالیتونو له پر مخ وړلو څخه به د دواړو هېوادونو رهبري مستقیمه څارنه کوي.

د نوموړي په وينا د ليدنې اقتصادي برخه کې د افغانستان له لارې له مرکزي اسیا څخه د برېښنا د لېږد، له مرکزي اسیا څخه ګوادر او باالعکس مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ او ترانزیټ اسانتیاوو چمتو کول او همدارنګه د دواړو لوريو ترمنځ له نړيوالو ژمنو سره سم د اورګاډي پټلۍ جوړول او د جلال اباد ـ کابل لویې لارې د پراختیا په برخه کې مشخصې موافقې وشوې.

XS
SM
MD
LG