لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هند: د خبرو لپاره پاکستان باید له ترهګرۍ لاس واخلي


د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، هېواد یې له پاکستان سره له عمومي ټاکنو څخه مخکې او وروسته خبرو ته چمتو دی خو پاکستان باید د هند په خاوره باندې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

(ټاکنې له خبرو سره کومه اړه نه لري. مونږ خبرو ته چمتو یو. مونږ هېڅکله نه دې ویلي چې مونږ به خبرې نه کوو خو یو خبره ده چې ترهګري او خبرې په یو وخت کې نشي کېدای.)

اغلې سوراج دغه خبرې د نریندرا مودي د حکومت د څلور کلنې دورې په پای کې د یوې خبري غونډې پرمهال کړې دي.

په دغه کانفرانس کې د مخالف سیاسي ګوند (انډین نشنل کانګرس) نیوکو ته یې سخت ځوابونه ورکړل او وویل چې د مودي حکومت د کامیابو پالیسو له امله پاکستان دا مهال په نړۍ کې یواځې شوی دی.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې دا راپورونه رد کړل چې ګواکې د پاکستان په اړه د هند په سیاست کې بدلون راغلی بلکه وویل چې هند په دې کې بریالی شو چې د ترهګرۍ په مسله کې پاکستان په نړیواله توګه یواځې او جلا کړي.

هغې زیاته کړه کله چې په پوله باندې خلک مړه کیږي نو څوک به څنګه د خبرو په اړه فکر و کولای شي خو زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو ځینې میکانیزمونه اوس هم فعاله دي چې اشاره یې په منظمه توګه د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو ترمنځ خبرې دي.

د پاکستان د مې د ۲۱ نېټې د حکم په اړه چې غواړي د ګېلګت بلتیستان شمالي برخې دې د هېواد په فدرالي جوړښت کې ګډې شي مېرمن سوراج وویل، هند یې په اړه له د یکشنبې په ورځ احتجاج کړی.

نوموړې وویل، په دې اړه د پاکستان ځواب خندا ورکونکی دی او داسې ښکاري چې دوی مونږ ته تاریخ زده کوي بلکه اصلي خبره داده چې پاکستان تل تاریخ اړولی او په قانون باندې باور نه لري.

پاکستان د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرې د دې څرګندونو په اړه تر اوسه پورې څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG