لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنقیب مسید پلار د راؤ انوار زندان ته لیږلو دپاره محکمې ته عریضه وکړه


کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید پلار محمد خان مسید د سندهـ ایالتي محکمې یا هائیکورټ ته عریضه کړې چې دنقیب په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار باید په کور کې دساتلو په ځایې زندان ته ولیږل شي.

دکراچۍ دملیر ضلعې د پولیسو په پخواني مشر راؤ انوار اؤ دهغه د ډلې په نورو پولیسو تور دی چې د روان کال د جنورۍ په ۱۳مه نیټه یې ۲۷ کلن پښتون زلمي نقیب مسید د نورو دریوؤ کسانو ترڅنګ دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژلی ؤ اؤ بیا یې پرې د ترهګرو تور لګولی ؤ.

په راؤ انوار د نقیب مسید د وژنې ترڅنګ د شاوخوا۴۵۰ نورو کسانو د محکمې تر شا د وژنې تورونه هم لګیدلي دي

دنقیب مسید د وژنې نه وروسته چې کله سترې محکمې ددغه وژنې پخپله خبر اخستي ؤ نو دګرفتارۍ نه د بچ کیدلو په غرض راؤ انوار ځان ډډې ته کړی ؤ اؤ د سوشل میډیا زیاتره فعالینو تورونه شکونه ښکاره کول چې دهغه تر شا استخباراتي شبکې ولاړې دي اؤ پناه یې ورکړې ده.

د راؤ انوار د ګرفتارۍ دپاره په ګرد هیواد کې د احتجاجي مظاهرو د لړۍ پیل کیدو وروسته په ۲۹م مارچ هغه سترې محکمې ته ځان وړاندې کړو اؤ دمحکمې څخه د مشر قاضي په امر پولیسو ونیولو .

د امهال د کراچۍ د ترهګرۍ دمخنیوي په محکمه کې د راؤ انوار په ضد د دوسیې اوریدنه روانه ده اؤ محکمې په جوډیشل ریمانډ دهغه زندان ته د لیږلو امر کړی خو د سندهـ صوبې حکومت راؤ انوار زندان ته د لیږلو پځایې هم دهغه پخپل کور کې ساتلی اؤ دهغه کور ته یې د وړوکي زندان حیثیت ورکړی.

راؤ انوار هرځل محکمې ته د زولنو پرته وړاندې کولی شي اؤ ددې ترڅنګ هغه د محکمې نه غوښتنه هم کړې چې په زندان کې دې ورته بي کلاس (دخاصو خلکو دپاره ځانګړې خونه) ورکړل شي .

د نقیب مسید پلار د راؤ انوار پخپل کور کې په ساتلو اؤ هغه ته زندان کې د بي کلاس په ورکولو محکمه کې نیوکه کړې اؤ اوړمه اورځ د ترهګرۍ د مخنیوي محکمې ویلي چې په دې اړوند خپله پریکړه به په شپږم جون واوروي.

د سه شبنې په ورځ د سندهـ ایالتي محکمې مخې ته خبریالانو سره خبرو کې د نقیب مسید پلار محمد خان محسود ویلي چې هغه هیڅکله د خپل زوئ وینې نه شي هیرولی اؤ د راؤ انوار په ضد به هره قانوني لاره خپلوي.

دهغه وینا وه “که راؤ انوار طاقتور دی ، نو زه خواریکښ یم ، دخپل زوئ یو څاڅکی وینه به په ټوله دنیا ورنکړم”

له دې دوه ورځې وړاندې د نقیب مسید پلار دپاکستان د حساب کتاب ملي ادارې یا نیب ته هم عریضه کړې وه چې باید معلومه کړي راؤ انوار دومره ډیرې شتمنۍ څنګه پیدا کړي دي؟

XS
SM
MD
LG