لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند: د پاکستان له خوا ګلګت بلتستان تر خپل واک لاندې راوستل نه منو


واشنګټن ـــ پاکستان د مې په ۲۱مه یو نوی فرمان نافذ کړ چې له مخې به یې د ګلګت بلتستان شمالي سیمې د اسلام اباد تر واک لاندې وي، خو د مرکزي حکومت د دې ګام په ضد هند او د ګلګت بلتستان سیاسي ګوندونو اعتراض کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج د ګل- دوشنبې په ورځ پخپله کالنۍ خبري غونډه کې د پاکستان پر دې ګام نیوکه وکړه، چې ګلګت- بلتستان به تر خپل مستقیم انتظام لاندې راولي او ویې ویل چې پاکستان تل تاریخ مسخ کړی دی:

"په دې اړه د پاکستان ځواب د خندا وړ دی او پاکستان هڅه کوي چې موږ ته تاریخ او جغرافیه را وښیي. دا یواځینی هېواد دی چې د قانون پر عملي کېدا باور نه لري".

د نوي فرمان له مخې به ګلګت بلتستان صوبه هم د پاکستان د نورو څلورو ایالتونو برابر حیثیت ولري او اسمبلۍ به یې په ډېرو برخو کې د قانونسازۍ واک ولري. همدارنګه د دې صوبې خلک به پاکستانیان وګڼل شي او دوی به د هېواد ستر عدالت (سپریم کورټ) ته هم لاسرسی ولري.

د هند د کورنیو چارو وزارت هم په دې اړه احتجاج کړی او د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ یې په هند کې د پاکستان مرستیال اعلی کمیشنر سید حیدرشاه وربللی او د ګلګت بلتستان په اړه د نوي فرمان په ضد یې خپل اعتراض ورته وړاندې کړی.

د ګلګت بلتستان ۲۰۱۸م کال د فرمان په ضد د مې په ۲۲مه په هغه سیمه کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحادیې او عامو خلکو له خوا احتجاجونه شوي او دا یې د پاکستان د آیین خلاف کار ګڼلی دی.

رپوټونه وایي کله چې احتجاج کوونکو د ګلګت له ګړي باغ څخه د قانون ساز کونسل پر لور د اسلام اباد د نوي فرمان په ضد لاریون کاوه، نو پولیسو یې مخه ونیوله او پر هغوی یې اوښکې بهوونکی ګېس وغورځاوه چې په نتیجه کې یې ګڼ کسان ټپیان شول.

داسې ګنګوسې هم دي چې کېدای شي پاکستان له ګلګت بلتستان څخه- چې دا وخت یو ځانګړی انتظامي حیثیت لري- د دې هېواد پینځمه صوبه جوړه کړي، خو سیاسي څېړونکي وایي په دې منځ کې تر ټولو لوی خنډ د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر اوږده شخړه او جنجال دی.

پاکستان د ګلګت بلتستان شمالي سیمه خپله خاوره ګڼي او پر دې باندې د ګاونډیانو خبرې پخپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼي.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په ګلګت کې د اپوزیشن ګوندونو له خوا د ګلګت بلتستان د نوي فرمان په ضد احتجاجونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دې فرمان له مخې به ټول واک د ګلګت د خلکو لاس ته ورشي او دوی به هم د پاکستان د نورو ایالتونو د خلکو غوندې برابر حقوق ولري.

د چین او پاکستان اقتصادي لاره هم له ګلګت بلتستان څخه تېرېږي او په وروستیو کې د سیپېک پروژې ټول تجارت او کاروبار هم پر همدې لاره تر سره کېږي. د امریکې د دفاع سیکرټر جېمز مېټس د امریکې کانګرس ته څو میاشتې وړاندې پخپلو خبرو کې ګلګت بلتستان یوه لانجنمه سیمه بللې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG