لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر:دپولیسو په حوزه دځانمرګیو برید،۹عسکر اؤ ۳ ځانمرګي وژل شوي


په لوګر کې د پولیسو په تاڼه د ځانمرګیو برید کې دحوزې دامر په ګډون نهه عسکر اؤ درې ځانمرګي وژل شوي دي.

دلوګرسیمه ییزو چارواکو ویلي،له موټر بم برید وروسته درې تنه ځانمرګي برید کوونکي دپولیسو لومړنی تاڼې ته ننوتي اوله افغان پولیسو سره په جګړه کې ښکیل شوي.

دلوګر دامنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې ویلي، دپولیسو په تاڼه کې دافغان امنیتي ځواکونو او د دریوؤ ځانمرګو برید کوونکو جګړه پیل شوه خو وسله واله نښته دلسو دقیقو په موده کې د دریوؤ ځانمرګو برید کوونکو په وژل کیدو چې وسلې هم ورسره وې پای ته ورسیده.

هغه وویل په دغه برید کې یوازې درې پولیس وژل شوي خو د سیمې نه ازادې سرچینې وایي چې په دغه برید اؤ نښه کې د شپږ پولیس اؤ درې د ټرافیک پولیس وژل شوي.

دلوګر دپولیسو ویاند شاپور احمدزي وايي ،د موټربم په برید کې ۸ تنه عام ولسي خلک چې دوه تنه یې ماشومان دي هم ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه"له دریو ځانمرګو برید کوونکو سره وسلې اود چاودیدونکو توکو واسکټونه یې هم پرتن و،خوشبختانه پولیسو په ډیره بیدارۍ سره درې واړه ځانمرګي برید کوونکي دلسو دقیقو په جګړه کې ووژل"

دپولیسو ویاند زیاته کړه د وسله والو ترهګرو دموټربم په برید کې عامو ولسي خلکو اوهمداراز امنیتي پولسو ته هم مرګ ژوبله ورسیده.

د برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستي

ځانګړې ویډیوګانې

د تعلیم نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG