لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو په غونډه توغندوي برید کې ۵۰ طالبان وژل شوي


افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه وایي د هلمند په مرکز موسی قلعه کې یې د توغندي په یو برید کې پینځوس طالبان وژلي دي.

تیره اوونۍ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي وؤ چې موسی قلعه کې یې دطالبانو د سوق اؤ ادارې یو مهم مرکز په توغندي ویشتلی دی خو دغه پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړوند یې معلومات نه وؤ ورکړي.

خو اوس د ائتلافي ځواکونو ویاند مارټن ډونل پخپل یو بیان کې ویلي چې په دغه برید کې ۵۰ طالبان وژل شوي.

هغه دعوه کړې ده چې طالبان دیوې مهمې غونډې دپاره موسی قلعه ته راټول شوي وؤ چې د توغندي برید پرې وشو.

دائتلافي ځواکونو ویاند دعوه کړې ده چې په وژل شوؤ کسانو کې د طالبانو ځینې مهم مشران هم شامل دي.

خو دطالبانو ویاندقاري یوسف احمدي بیا دعوه کړې چې د امریکایانو په دغه توغندي د ځایی خلکو کورونه لګیدلي اؤ پینځه ملکي وګړي پکې وژل شوي.
هغه ددې خبرې منلو نه هم انکار کړی چې ګنې دبرید په مهال دطالبانو کومه غونډه روانه وه.

د ائتلافي ځواکونو ویاند ویلي چې دطالبانو د غونډې مقام یې د سټلایټ په مرسته موندلی ؤ اؤ په هغوئ یې د حمارس په نوم توغندی توغولی چې پخپل هدف ښه رسا لګیدلی اؤ ۵۰طالبان یې وژلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG