لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې یوازې یو یهودي پاتې دی،هغه هم دګواښونو سره مخ


دسه شنبې په ورځ دامريکا دخارجه محکمې لخوا دمذهب د ازادۍ په اړوند جاري کړل شوي راپور کې ويل شويدي چې په افغانستان کې دا مهال يواځې يو وروستى يهودى وګړى پاتې دى اؤ هغه هم دتندروه ډلو داعش او طالبانو لخوا دخونړو بريدونو دګواښ سره مخ دي

راپور کې ویل شوي" افغانستان کې دنورو مذهبونو دمنونکو کچه ډیره ټیټه ده اؤ په دغو لږکیو کې يو يهودي هم شامل دى.په کابل کې ديهوديانو يواځينۍ عبادتخانه غيرفعاله ده او ديهوديانو ديوې نزدې مقبرې څخه د ډيران په توګه کار اخستل کيږي"

راپور کې راغلي هر څو که هندوان او سکهان وايي هغوي په ډاګه خپل مذهبي فرائض سرته رسولی شي خو سکهانو،هندوانو، عيسويانو او نورو غيرمسلمو اقليتي ډلو سره داطلاعاتو له مخې دځينو مسلمانانو لخوا بدسلوک کولى شي.

همدغه راز ولسي رايې مسيحيت ته دخلکو دقايلونکو او مذهب بدلونکو په اړه ددښمنۍ څخه ډکه ده.

په راپور کې ويل شوي عيسويان او احمدي مسلمانان وايي هغوي لا اوس هم خپل عباداتونه په پټه توګه کوي ترڅو له ټولنيز پرېکون او بدسلوک څخه ځانونه خوندي وساتي.

دشيعه مسلمانانو، څوک چې دابادۍ څلورمه برخه جوړيږي ، په افغانستان کې نورې مذهبي ډلې هندوان، سکهان،دبهايي مذهب منونکي او عيسويان دابادۍ 0٫3 برخه جوړيږي.

دميډيا راپورونو له مخې دتيرې يوې لسيزې راهسې په افغانستان کې يواځې يو يهودي چې په زيبلون سيمنټاف يې پيژندګلو شوې، په دغه هيواد کې ديهودي ورورولۍ يواځينى غړى پاتې دى،

دنولسمې پيړۍ په نيمايي کې دغلته ديهوديانو شميره څلويښتو زرو ته رسيدله.

په کال ١٩٤٨م کې داسرايلي رياست له جوړيدو وروستو دافغانستان څخه زياتره يهوديان په تللو مجبور شو،

دځينو روايتونو له مخې په افغانستان کې يهوديان له دوه زره اووه سوه کالو پخوا راهسې ميشته وو.

دخارجه محکمې په راپور کې دسُني اکثريت لخوا دشيعه مسلمانانو په ضد دټولنيز توپير یادؤنه هم شوې اؤ ويل شوي سُني ترهه ګريزې ډلې طالبان او داعش په چټکتيا سره شيعه ګان او دنورو مذهبي ډلو غړي په نخښه کوي او وژني يې

راپور کې ويل شوي داعش او طالبان دمذهبي اقليتي ټولنو غړي دهغوزي دعقايدو او حکومت سره داړيکو لرلو له امله په نخښه کوي او وژني يې

راپور کې ويل شوي په ٢٠١٧م کې دعبادتخانو، مذهبي مشرانو او عبادت کوونکو په ضد ترسره شوو ٣٧ بريدونو کې داطلاعاتو له مخې ١٣ بريدونو کې شيعه ګان په نخښه کړى شويدي،

دملګرو ملتونو په اړه خارجه محکمې ويلي طالبانو او داعش تيرکال ٢٠٢ دبيلا بيلو مذهبونو منونکي وژلي او ٢٩٧ يې ژوبل کړيدي.

سُني طالبان هاغو سُني عالمانو ته هم دمرګ ګواښونه کوي څوک چې دطالبانو داسلام دتشريح برعکس تعليمات خوروي،

په راپور کې ويل شوي طالب وسله والو په ټول هيواد کې امامان او نور مذهبي مشران وژلي دي.

راپور کې ويل شوي مذهبي اقليتي ډلې وايي چې محکمې ورته هاغه تحفظ لا اوس هم نه ورکوي کوم چې دغو ډلو ته دقانون لاندې ورکړى شوى

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG