لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهد اپریدی په برتانیه کې د ویسټ اینډیز خلاف د ورلډ الېون مشر وټاکل شو


د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کپتان شاهد خان اپریدی به د روانې میاشتې په ٣١مه نېټه د برتانیې په لارډز میدان کې د کرکټ په کېدونکې مقابله کې د نړیوالې کرکټ لوبډلې مشري کوي.

د ورلډ الېون او وېسټ اینډیز کرکټ لوبډلې تر منځ د دغې کېدونکې لوبې مقصد د وېسټ اینډیز هغو کرکټ میدانونو ته چنده کول دي چې تېر کال د سمندري توفانونو له لاسه ویجاړ شوي وو.

د ورلډ الېون مشري به له دې وړاندې د انگلېنډ آین مورگېن کوله، خو تر لوبو وړاندې د مشقونو په دوران کې د هغه د لاس یوه گوته ماته شوې ده او له همدې امله د هغه پر ځای د اپریدي انتخاب وشو.

د کرکټ نړیوالې ادارې ای سي سي دا فیصله د ټویټر په یو پیغام کښې نن واورله. شاهد اپریدي هم پر ټوېټر پخپل یوه پیغام کې دا پرمختگ د ځان لپاره یو اعزاز بللی:

"د ای سي سي نړیوالې ډلې مشري کول او بیا د دومره ښه مقصد لپاره د دغو مقابلو برخه جوړېدل زما لپاره د اعزاز خبره ده. زه ډاډمن یم چې د دواړه خواوو لوبغاړي د غوره لوبې لپاره تیار دي او د زیارت په ورځ به نندارچیان ډېره ښه لوبه وگوري".

له دې مقابلې نه تر لاسه کېدونکې ټوله گټه به د وېسټ انډیز د کرکټ میدانونو د بیاودانۍ پر کار لگول کیږي، چې تېر کال سمندري توفان سخت نقصان ور رسولی وو.

شاهد خان اپریدي هغه میډیا رپورټونه هم رد کړي، چې پکې ویل کیدل د پاکستان سپرلیگ پر مهال د خوږېدو له امله کېدای شي هغه هم له دې مقابله بهر وساتل شي.

ورلډ الېون لوبډلې فیصله کړې ده، چې له افغانستان، بنگله دېش، نیپال او سري لنکا نه یو او له پاکستان او نیوزي لېنډ نه دوه- دوه لوبغاړي په لوبو کې شامل کړي.

له اپریدي نه علاوه د پاکستان آل راونډر شعیب ملک هم په دغو مقابلو کې شامل کړل شوی دی.

وېسټ اینډیز دا مهال د نړۍ د شل اوورونو یا ټي ټوینټي مقابلو نړیوال چېمپئن دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG