لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حسېن حقاني: د پاکستاني جنرلانو جهادي فکر باید ښکاره کړای شي


د عالمي خبرونو او تجزیو لپاره په مشهور اخبار "دي پرنټ" کې په امریکه کې د پاکستان پخواني سفیر او سیاسي څېړونکي حسین حقاني د پاکستان د پوځ د یو ریټایر شوي جنرل شاهد عزیز په کتاب باندې یو تفصیلي مضمون چاپ شوی دی.

د مضمون په شروع کې لیکل شوی دي چې د پاکستان غوندې د یو ملک پېشه ور پوځ دا نه شي زغملای، چې د دې هېواد ریټایر شوي پوځي افسران د خپلو نظریو په حق کې کتابونه ولیکي.

حسین حقاني په دې لړ کې د پاکستان د پوځ د اعلی افسر جنرل شاهد عزیز د لیکلي کتاب حواله ورکړې ده، چې دی یې له لوستلو پس وایي، کېدای شي چې د ریټایر شویو پوځی افسرانو د خپل جدید پوځی پېشه ورانه حثیت پر ضد او د خپلو نظریو په حق ک‌ کتابونه لیکل بې شکه چې ډ‌رخطرناک عمل دی.

مضمون زیاتوي چې جنرل عزیز د ریټایر کېدو نه پس په ۲۰۰۷م کال کې د احتساب د قومي ادارې مشر ولګول شو خو د ده ټول پام د جهاد خوا ته وو.

جنرل مشرف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي چې د ده د معلوماتو مطابق جنرل شاهد عزیز له دولت اسلامیه سره په شریکه د جهاد دپاره شام ته تللی دی او ګومان کیږي چې په جنګ کې وژل شوی وي. نور خبرونه دي چې جنرل عزیز له دولتِ اسلامیه سره د شاملېدو دپاره افغانستان ته تللی دی او په افغانستان کې وژل شوی دی.

افغانستان ته له تلو وړاندې جنرل عزیز ویلي وو چې ده له امریکایي پوځ سره په جوخته ملګرتیا کولو افغان طالبانو ته لوی تاوان رسولی دی او د خپلو همدې ګناهونو د کفارې ادا کولو دپاره جهاد ته افغانستان ته ځي خو د ده د زوی وینا ده چې هغه افریقې ته تبلیغ ته تللی دی.

حسین حقاني وايي چې جنرل عزیز په خپل کتاب کې لیکلي دي چې دا وخت په دنیا کې په خواره اړي ګړي کې د یهودیانو د فري مېسن تحریک او د امریکې د قدامت پسنده طاقتورې طبقې لاس دی.

حسین حقاني د خپل مضمون په آخر کې لیکلي دي چې د پاکستان په پوځ کې دننه سختدریځه اسلامي سوچ لرونکي افسران له لومړي سره را روان دي. ده په دې لړ کې د جنرل جاوید ناصر، جنرل ظهیرالاسلام او د جنرل حمیدګل خصوصی ذکر وکړ.

جنرل حمید ګل خو به په ښکاره بیانونه ورکول چې هغه په پاکستان کې له اسلامي شرعي نظام نه سېوا د بل نظام منلو ته تیار نه دی.

همدارنګه د پاکستاني پوځ یو بل لوړپوړی افسر بریګېډیر علي خان هم پوځ په ۲۰۱۱م کال کې په دې تور نیولی وو، چې وایي هغه د حزب التحریر په نوم وسلوالې ډلې سره اړیکې لرلې. حزب التحریر په پاکستان کې ناقانونه اعلان شوې ډله ده، چې هغه مهال یې پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه کول.

پاکستاني پوځ هغه وخت په لومړي ځل دا منلې وه، چې حزب التحریر ډله یې د افسرانو په تېرایستلو کې ډېره پر مخ تللې ده. د هغه وخت پوځي ویاند مېجر جنرل اطهر عباس ویلي وو:

"موږ د بریګېډیر علي خان په اړه نه ردېدونکي ثبوتونه لرو، چې هغه له حزب التحریر سره اړیکې لرلې. دا یو ناقانونه تنظیم دی او هڅه کوي چې د پاکستاني پوځ افسران غیراییني اقداماتو ته وپاروي".

یاده دې وي چې د ښاغلي حسین حقاني مضمون په داسې وخت کې را ښکاره شوی دی چې نن سبا په پاکستان کې د آی ایس آی د یو پخواني مشر جنرل اسد دُرانی پر یو لانجمن کتاب د پاکستان په پوځ کې دننه سخته ناقلاري خوره ده.

د پاکستان پوځ یا حکومت د حسین حقاني دې مضمون ته څه ځواب نه دی ویلی، خو په دغو نیوکو یې دریځ دا پاتې شوی چې پوځ یې یوه پېشه وره اداره ده او له خپلو پوځي قوانینو سره سم چلند کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG