لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:دائتلافي ځواکونو برید کې ۱۷داعشیان وژل شوي


چارواکي وایي د پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې دائتلافي ځواکونو هوایي بریدونو کې دترهګرې ډلې داعش۱۷ وسله وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند ښاغلي عطاء الله خوګیاني خبریالانو ته ویلي دبهرنیو ځواکونو هیلي کاپټرو تیره شپه دننګرهار په هسکه مینه ولسوالۍ کې د داعش ځالې په نخښه کړي اؤ هغوئ ته یې درانه زیانونه ور اړولي دي.

د والي ویاند ومنله چې په دغه برید کې ۱۷داعشیان وژل شوي خو هغه وایي چې دداعش درنې وسلې اؤ مهمات هم له مینځه وړل شوي دي .

ننګرهار دافغانستان دهاغو ولایتونو په سر کې شمیرل کیږي چې داعش پکې زیات قوي دی اؤ دغلته خپلې خوندي ځالې لري.

له دې وړاندې هم وخت وخت افغان اؤ ائتلافي ځواکونو په ننګرهار کې دداعش وسله والو باندې هوایي اؤ زمکني بریدونه کړي.

ننګرهار کې دداعش په ضد زیات بریدونه په اچین اؤ چپرهار ولسوالیو کې کیږي چې دغه سیمې د دداعش قومي مرکزونه ګڼل کیږي .

تیر کال داپریل میاشت کې امریکایي ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې دداعش په ترهګرو تر ټولو ستر بم (دبمونو مور) هم غورځولی ؤ چې دداعش ګڼ مهم مشران پکې وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG