لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ یوې میاشتې له دټولټاکنو ځنډولو قرارداد منظور کړی


دبلوچستان صوبایي اسبملۍ کې دمخالفې ډلې مشر عبدالرحیم زیارتوال وایي دداسې قسمه قراردونو مقصد هیواد څخه مدام دپاره د جمهوریت ټغر رانغښتل دي.

ددپاکستان د بلوچستان ایالت اسمبلۍ دیو قرارداد دلاندې په ۲۵جولايي هیواد کې د کیدونکو عامو ټولټاکنو یوې میاشتې دپاره د ځنډؤلو غوښتنه کړې ده.

دبلوچستان صوبایي اسبملۍ کې دمخالفې ډلې مشر عبدالرحیم زیارتوال وایي دداسې قسمه قراردونو مقصد هیواد څخه مدام دپاره د جمهوریت ټغر رانغښتل دي.

دچهارشبنې په ورځ د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي اسمبلۍ ته پخپل وړاندې کړي قرارداد کې ویلي چې د بلوچستان په زیاترو سیمو کې سخته ګرمي ده ،اؤ دجولایي میاشت کې به زیاتره خلک حج له هم تللي وي ځکه نو راتلونکې عامې ټولټاکنې باید د ۲۵م جولایي پځائ داګست وړوستۍ اوونۍ کې وکړل شي.

په دغه قرارداد د بلوچستان اسمبلۍ مخالفو سیاسي ګوندونو سخت بد منلي اؤ د اسمبلۍ دغونډې څخه داحتجاج په ډول بهر وتلي دي.

خو داپوزیشن د سخت احتجاج باوجود هم د سپیکرې راحیله دراني په مشرۍ د اسمبلۍ غونډه کې دغه قرارداد منظور کړل شوی دی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر عبدالرحیم زیارتوال دغه قرارداد د جمهوریت په ضد یو سازش بللی اؤ اسمبلۍ ته یې پخپله وینا کې ویلي چې دداسې قراردادونو مقصد هیواد کې د جمهوریت مخه نیول دي.

هغه وویل په وړومبي سر کې ددې قرارداد متن بدل ؤ خو وروسته بیا بدل کړل شو .

ښاغلي زیارتوال ویلي ټولټاکنې په هیڅ حال ملتوي کیدلی نه شي باید حکومت خپل قرارداد بیرته واخلي.
په پاکستان کې په روان کال په ۲۵م جولایي عامې ټولټاکنې کیدونکي دي خو ځینې سیاسي ګوندونه اؤ څیړونکي اندېښنې ښايي چې ښایي ټولټاکنې پخپل وخت ونه شي.

پاکستان کې یوې غېر دولتي ادارې پلډېټ په یو رپورټ کې دعامو ټاکنو نه وړاندې په انتخابي عمل بې باوري ښودلې او د پوځ ، عدلیه او مطبوعاتو په اړه یې په انتخابي عمل کې د بې طرفه پاتې کېدو اندېښنې څرګندې کړي دي.

رپورټ وايی د انتخاباتو نه وړاندې د صفا او بې پلوه انتخابي عمل د جاج اخستو لپاره یې ١١ پېمانې ایښودې وې. او په دغه پېمانو یې د هغه سیاسي ډلو اندېښنې تللې دي چې پکې دوي د پوځ،عدلیې ،مېډیا، احتساب ادارې، الېکشن کمېشن او امنیتي ادارو په اړه د بې طرفه پاتې کېدو تاثر څرګند کړې و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG