لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشرغني:غیرمسوؤل وسله وال نه منم،دا وضعیت باید بدل کړل شي


دافغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي په هیواد کې د غیر مسوولو وسله والو شتون د منلو وړ نه دی اؤ باید نور دا وضعیت بدل کړل شي.

ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن (پنجشنبه) هغه غونډه کې چې د وسله والو ځواکونو لوړ پوړو منسوبینو او د ۲۰۹شاهین قول اردو، افسرانو، سرتېرو او بریدملانو په ګډون د دغې قومندانۍ په مقر کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو او هڅو قدرداني وکړه وې ویل تاسو په خپلې ملي ژمنې د افغانستان بقا تامین کړه، زه د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه او همدارنګه د افغانستان خلک هر یو په تاسو ویاړي

ولسمشر د هوايي ځواکونو هلې ځلې او د دښمن د ځپلو په خاطر په نظامي عملیاتو کې د هغوی ونډه، د ماینونو په شنډولو کې د انجنیرۍ ټیم، د ملي اردو ځانګړي ځواکونه، ملي امنیت او پولیس وستایل.

هغه وویل د څلور کلن امنیتي پلان سره سم به افغانستان د پایدار امنیت د ټینګښټ په خاطر خپلو موخو ته ورسېږي او زموږ د هوايي ځواک په شمول به وسله وال ځواکونه لا زیات تجهیز شي

ښاغلي غني ټینګار وکړو چې ملي امنیتي او دفاعي ارګانونه باید د مسلکيتوب په لور هڅه وکړي او له سیاسته لرې اوسي.

هغه زیاته کړه، په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې به د اصلاحاتو بهیر دوام کوي او د ترفیع میکانیزم به هم تدوین شي او له تشخیص وروسته به بریدمل ته د ترفیع زمینه برابره شي.

د ولسمشر په دغه موقعه د غیر مسوولو وسله والو حضور د نه منلو وړ وباله او د دغ وضعیت په بدلولو یې ټینګار وکړ. هغه د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه چې د نظم عامه او سرحدي ځواکونو لپاره د مسلکي زده کړو دوره ترتیب کړي.

نوموړي ټاکنې ملي او اساسي بهیر وباله اؤ وئ ویل، د افغانستان دښمنان د خلکو له ارادې وېره لري او زموږ خلک باید د ولسي انسجام له لارې ټاکنې بریالۍ کړي، ځکه د نظام مشروعیت د خلکو په رایو ولاړ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG