لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

له یو کرب ډیر ماشومان د جگړې، بې وزلۍ، جنسیتي تبعیض سره مخ دي ـ رپورټ


واشنگټن - د سیف د چلډرېن په نامه یوې نړېوال سازمان په خپل نوي رپورټ کې ویلي چې د ټولې نړۍ له نیم زیات ماشومان، چې شمیر یې له یو کربه اوړي (١،٢ میلیارډه)، د بې وزلۍ، جگړې، او یا هم د جینکو په وړاندې د تبعیض له گواښ سره مخامخ دي.

سیف د چلډرېن یا د ماشوم د خوندي ساتنې سازمان د دغه نوي رپورټ پر بنسټ، چې د شورو ـ چهارشنبې په ورځ خپور شو، ویلي شوي چې د افغانستان، یمن، سومالیا، او جنوبي سوډان په گډون، د نړۍ په کابو ٢٠ هیوادونو کې، په ماشومانو شاق کار کیږي، له تعلیمه محرومیږي، او په کم عمر واده کیږي.

رپورټ زیاتوي چې په افغانستان کې په هرو سلو ماشومانو کې، له اوو زیات یې مخکې له دې چې پنځه کلن شي، مړه کیږي. همدا شان ویل شوي چې ۴٠ فیصده افغان ماشومان، مناسبه وده نه کوي، له درې نیمو میلیونو (درې نیمو اربو) ډیر یې له تعلیمه پاته دي، او یو پر درېیمه شمیر یې په کارونو لگیا دي.

په افغانستان کې د سیف د چلډرین یا د ماشومانو د خوندي ساتنې سازمان څانگې ویلي چې د ماشومتوب پر مهال د ماشومانو د محرومیت د ځینو اړخونو پر بنیاد، افغانستان د نړېوال لیست په سر کې ځای لري.

دې څانگې په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ته د پاملرنې لپاره، د لا زیاتو بشري مرستو غوښتنه وکړه. د څانگې مشر، اونو ون منین، ویلي: "د هر بل وخت نه زیات، نړۍ ته په کار ده چې په افغانستان کې پانگونه وکړي".

د سیف د چلډرېن سازمان د رپورټ ترمخه، د امریکې متحده ایالتونه د ماشومانو د وضعیت له پلوه، په نړېوال لیست کې ٣٦ام ځای لري، او په زیاترو ایالتونو کې یې د کلیوالي ماشومانو د بې وزلۍ کچه، د ښاري هغو په پرتله، لوړه ده.

سینگاپور او سلووینیا د لیست په سر کې دي، او بیا ورپسې ناروې، سویډن، او فینلنډ د ماشومانو د خوندیتوب له پلوه، تر ټولو غوره هیوادونه گڼل شوي دي. د افریقې نایجریه هیواد، په عمومي ډول، په لیست کې تر ټولو آخر دی.

XS
SM
MD
LG