لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډاکټر شکیل اپریدي د مقدمې اورېدنه پر ۴۰م ځل هم وځنډول شوه


ټاکل شوې وه چې د ډاکټر شکیل اپریدي د مقدمې اورېدنه به نن د مې په ۳۱مه په فاټا ټرېبونل یا د قبایلي سیمو په عدالت کې وشي، خو په تېرو څلورو کلونو کې دا څلوېښتم ځل دی چې د هغه د مقدمې اورېدنه راتلونکې اګست میاشتې ته وځنډول شوه.

د مقدمې اورېدنه عدالت ته د سرکاري وکیل د نه ورتګ له کبله ځنډول شوې ده. د ډاکټر شکیل اپریدي لومړی مدافع وکیل سمیع الله ناڅرګندو کسانو وژلی وو او اوس قمر ندیم د هغه وکیل دی. ښاغلي ندیم وي.او.اې ډیوه ته د مقدمې د اورېدنې ځنډېدو په اړه وویل:

"تر اوسه پورې مو شاوخوا څلوېښت پېشۍ شوې دي، څلور کاله کېږي چې موږ فاټا ټریبونل ته د هغه [ډاکټر شکیل] پر سزا د بیاکتنې درخواست ورکړی دی، خو نن یې بیا د اګست ۲م تاریخ راکړ، تاریخونه یې ځکه بدلېږي چې سرکاري وکیل نه حاضرېږي".

پر شکیل اپریدي تور وو چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن په موندلو کې یې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ای اې مرسته کړې وه. بن لادن د ۲۰۱۱م کال په مې میاشت کې د امریکې کمانډو ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې په ځانګړو عملیاتو کې و واژه.

خو تر نیول کېدو وروسته پر شکیل اپریدي باندې له یوې وسلوالې ډلې لښکرِ اسلام سره د اړیکو په تور مقدمه درج شوه او عدالت هغه ته د قبایلي سیمو د ځانګړي قانون ایف سي آر په بنیاد ۳۳ کاله سزا واوروله، چې وروسته یې بیا په سزا کې لس کاله کمی اعلان شو.

ډاکټر شکیل اپریدی له تېرو اوو کلونو د پېښور په زندان کې بندي وو، خو تېره میاشت د پښتونخوا د حکومت په غوښتنه د پنجاب د پینډۍ ښار اډیاله زندان ته یووړل شو.

د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل ښاغلی قمر ندیم وایي، اوس چې له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د ګډېدو مسوده لاسلیک شوه، نو د پاکستان د سپریم کورټ او هایکورټ نفوذ به قبایلي سیمو ته هم وغزېږي. وایي تمه ده چې بیا له ډاکټر شکیل اپریدي سره انصاف وشي:

"کله چې دا مقدمه هایکورټ ته لاړ شي، هلته قاضیان دي او هغوی د قانوني فکر خلک دي، موږ په هغوی باندې خوشاله هم یو. هلته به موږ دا چېلنج کړو چې پر ډاکټر شکیل کوم تورونه لګېدلي دي هغه ټول ناسم دي".

د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای پخواني مشر اسد دراني د هند د استخباراتو له پخواني مشر سره په ګډ کتاب "دي سپای کرانیکلز" [جاسوسي تاریخچه] کې- چې په دې وروستیو کې چاپ شوی- دا خبره په ډاګه کړې، چې وایي د اسامه بن لادن په موندلو کې یواځې ډاکټر شکیل اپریدي مرسته نه وه کړې، بلکې د پاکستان د استخباراتو یوه پخواني افسر هم امریکایانو ته د بن لادن د اوسېدو ځای ور ښوولی وو، چې وایي په بدل کې یې هغه ته پینځه کروړه ډالره د انعام په توګه ورکړل شوې وې.

امریکې په وار- وار د ډاکټر شکیل اپریدي نیول کېدل او هغه ته سزا ورکول غندلي او دا کار یې له انصافه لرې بللی دی. په تېره اپرېل میاشت کې داسې ګنګوسې هم وې چې کېدای شي امریکه د یوه تړون له مخې ډاکټر شکیل اپریدی خوشي کړي، خو پاکستان دا ګنګوسې رد کړې.

XS
SM
MD
LG