لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان کرکټ بورډ وایي لوبغاړي یې تجربه لري او له بنګله دېش نه به لوبه وګټي


په هندوستان کې د درو ټي ټوېنټي مقابلو کې د برخې اخیستو لپاره د افغانستان او بنگله دېش کرکټ لوبډلې هند ته رسېدلې دي.

د افغان کرکټ بورډ ستر سلاکار عزیز الله فضلي وي.او.اې ډیوه ته وویل، له دې وړاندې به یې په مقابلو کې تجربې کولې او اوس افغان کرکټ لوبډله د راشد خان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي په شان تجربه کار لوبغاړي لري او اوس کولای شي چې مقابلې وگټي.

په افغانستان کې په سوشل میډیا د کرکټ په قامي لوبډله کې د شاملو یا لرې کړل شویو لوبغاړو په سر هم بحث ډېر تود شوی دی.

عزیر الله فضلي وايي افغنستان به پس د دې په نړیوالو مقابلو کې برخه اخلي او ټولو افغان لوبغاړو ته به د خپل توان او د لوبډلې له ضرورت سره سم موقع ورکوي. ښاغلی فضلي وایي چې چا هم ورسره د کرکټ ډلې په نور پیاوړي کولو کې مرسته کړې ده، د دوی په یاد دی.

افغانستان به د جون میاشتې په ٣مه، ٥مه او ٧مه نېټه له بنگله دیش سره د شل اورونو مقابلې کوي. عزیزالله فضلي وایي له بنگله دېش سره د شل اوورونو یا ټي ټوېنټي مقابلو لپاره یې په لوبډله کې دروېش رسولي او نجیب الله ترکی معارفي کړي دي.

دغه شان له هندوستان سره د جون میاشتې له ١۴م نه واخلې تر ١٨م نیټې پورې کیدونکې یواځینۍ ټیسټ مقابلې لپاره یې په ټیم کې نوی لوبغاړی "وفادار" شامل کړی دی.

ښاغلی عزیز الله فضلي وايي له نړیوالو کرکټ لوبډلو سره یې تر دې وړاندې مقابلې کړې دي خو د هندوستان په خاوره د هند له کرکټ لوبډلې سره مقابله کول د دوی لپاره غټه خبره ده او دوی دغه مقابله گټل غواړي.

XS
SM
MD
LG