لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشبنم په کور ډاکه اؤ په هغې تیري کې ککړ تن PTI نه ویستل شوی


دپنجاب دخوشاب سیمې په یو کاروباري فاروق بندیال تور دی چې څو لسیزې مخکې یې دفلمي ستورې شبنم په کور ډاکه وهلې وه اؤ په هغې یې تیری کړی ؤ.

تیره اوونۍ په سوشل میډیا دتحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان اؤ فاروق بندیال یو داسې عکس مخکې ته راغلی په کوم کې چې عمران خان دفاروق بندیال پخپل ګوند کې دشاملولو په موقعه دهغه غاړې ته دخپل ګوند دبیرغ ګلي بند اچولی ؤ.

په دغه عکس په سوشل میډیا سختې نیوکې وشوې اؤ وویل شول عمران خان په پخپل ګوند کې ډاکوان اؤ دخلکو عزتونو سره لوبې کوونکي اخلي چې دا د سیاست ډیر پریوتی معیار دی.

فاروق بندیال
فاروق بندیال

ځینو خلکو خو حتی د کال ۱۹۷۹ د یوې ورځپاڼې هغه ټوقه هم په سوشل میډیا خپره کړې چې د فلمي ستورې شینم په کور د ډاکې اؤ په هغې جنسي زیاتي کې ککړو مجرمانو ته پکې محکمې د تیزندۍ سزا ګانې اورولې وې.

داخبار په دغه ټوقه کې د فاروق بندیال نوم واضحه لیدل کیږي.

په ټولنه رسنۍ د شبنم په نوم یو اکاوننټ څخه( چې د فلمي‌ستورې شبنم د اوسني وخت عکس یې په پروفائل لګیدلی ) تحریک انصاف نه د فاروق بندیال په ویستلو خوښي ښکاره کړل شوې.

خو یو سئنیر پاکستاني خبریال عمر قریشي په ټوټیر د شبنم په نوم ددغه اکاوننټ جعلي ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې دا اکاوننټ یوازې څلیریشت ساعته مخکې فعاله کړل شوی دی.

دتیر وخت مطبوعاتي راپورونه وایي دفلمي ستورې شبنم په کور کال۱۹۷۸م کې دفاروق بندیال په ګډون څو ډاکوان ورختلي وؤ اؤ دهغې د کور لوټلو ترڅنګ یې په هغې تیری هم کړی ؤ .

وروسته دغه ډاکوان ونیول شول اؤ دپخواني پوځي واکمن جنرال ضیاء الحق پوځي محکمې ورته دمرګ سزاګانې اورولې وې خو شبنم د خپل وکیل ایس ایم ظفر دلارې ددغو مجرمانو سزا ګانو کې د کمي غوښتنه کړې وه.

په سوشل میډیا د فاروق بندیال پي ټي‌ ايي کې د شاملیدو په خبر خلکو سخت غبرګون وښودلو اؤ بیا تیره ورځ د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر ښاغلي نعیم الحق پخپل ټوئټ کې ولیکل پي ټي ايي کې د فاروق بندیال شاملیدل افسوسناک وؤ، هغه په عاجل ډول دګوند نه ویستل کیږي، دداسې خلکو دپاره پي تي ایي کې هیڅ څایې نشته اؤ نور ګوندونه یې هم باید خپلو لیکو کې پرې نه ږدي.

فلمي ستورې شبنم هم پخپل یو ټویټ کې دفاروق بندیال تحریک انصاف ګوند نه د ویستلو په پریکړه خوښي ښودلې اؤ اؤ لیکلي یې دي هغه د پاکستاني اولس مننه کوي چې په جنسي تیري دتورن یو شخص په ضد یې غږ پورته کړ.

باید وویل شي شبنم د ۷۰م په لسیزه کې د پاکستان د اردو ژبې دفلمونو تر ټولو وتلې ستورې ګڼل کیدله .

هغه په بنیادي توګه بنګالۍ ده اؤ اوس په بنګال کې اوسي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG