لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سترې محکمې دخواجه اصف دتلعمري نااهلۍ پرېکړه ناچله وګرځوله


دپاکستان سترې محکمې داسلام اباد هائیکورټ لخوا شوې ددغه هیواد دپخواني خارجه وزیر خواجه اصف ټول عمر دپاره د نااهلۍ پرېکړه ناچله وګرځوله.

په ۲۶م اپریل اسلام اباد هائیکورټ خارجه وزیر خواجه اصف د اساسي قانون د ۶۲مې دفعې د ون ایف مادې په اساس دټول عمر دپاره نااهله ګرځولی ؤ

دخواجه اصف سیاسي مخالف عثمان ډار نومې تن یو محکمې ته خواست کړی ؤ چې خواجه اصف د هیواد څخه دباندې یوه بله کمپنۍ کې هم نوکري کوي اؤ د پاکستان د حکومتي چوکۍ لرلو وړتیا نه لري.

خواجه اصف د اسلام اباد هائیکورټ دغه پریکړه ستره محکمه کې چیلنج کړې وه.

نن دجمعې په ورځ د سترې محکمې د قاضي عمرعطآء بندیال په مشرۍ درې کسیزې څانګې د اسلام اباد هائیکورټ پریکړه ناسمه وبلله اؤ د ټول عمر دپاره یې د خواجه اصف نا اهلي ختمه کړه.

دپریکړې اورؤلو په مهال قاضي عمر بندیال ویلي هاغه علتونه به وروسته بیان کړل شي چې له امله یې د اسلام اباد هائیکورټ پریکړه ناچله ګرځول شوې.

دسترې محکمې ددې پریکړې سره سم د خواجه اصف د ټول عمر دپاره نااهلي ختمه شوې ده اؤ هغه په راتلونکو ټولټاکنو کې برخه اخستي شي.

دپاکستان سترې محکمې ددغه هیواد پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف هم د خپلو پنګو نه څرګندؤلو په تور د ټول عمر دپاره نا اهله ګرځولی اؤ هغه اوس نه شي کولی ټولټاکنو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG