لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان افغان دولت سره سولې ته رضا شوي دي؟


افغان طالبانو د ناټو لخوا دسولې دپټو خبرو اوازې رد کړي اؤ ویلي یې دي ترڅو چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې موجود وي هغوئ(طالبان) به د بې واکه اړخونو سره په خبرو اترو خپل وخت خراب نه کړي.

په افغانستان کې میشت دناټو ځواکونو کمانډر جنرال جان نیکلسن تیره ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې د افغانستان دمنځنۍ کچې ځینې طالبان دسولې پلوي دي اؤ پټې خبرې ورسره روانې دي.

خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مطبوعاتو ته پخپل لیږلي یو بیان کې ویلي چې هیڅ قسمه پټې خبرې نه دي روانې اؤ جنرال نیکلسن خپلو خلکو ته ناسم معلومات ورکړي دي.

د فرورۍ په میاشت کې هم د امریکا وتلې ورځپانې واشنګټن پوسټ پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې

دامریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا طالبانو سره د خبرو اترو نه له انکار وروسته افغان دولت د پردې ترشا طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دی ترڅو هغوئ دجوړ جاړي لارې ته راوګرځوي.

واشنګټن پوسټ لیکلي وؤ چې طالبانو سره روانو پټو خبرو کې مهم رول دافغانستان دملي امنیت مشاور حنیف اتمر اؤ د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی لوبوي.

په افغانستان کې دطالبانو د واکمنۍ د مهال یو لوړ پوړي مشر عبدالحکیم مجاهد چې اوس د افغانستان د سولې دشورا غړی دی هم ویلي‌ وؤ چې دملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی اوس هم د طالبانو لخوا دسولې خبرو دپاره دخپل ټاکل شوي استازي سره په پرله پسې ډول تماسونه لري.

دطالبانو اؤ افغان دولت دپټو خبرو دغه اطلاعات په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې طالبانو تیره میاشت د الخندق په نوم د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی اؤ له هغې راپدیخوا یې په افغان ځواکونو د خپلو بریدونو لړۍ نوره هم چټک کړې.

خو د ناټو کمانډر جنرال جان نیکلسن تیره وروځ دا دعوه هم کړې وه چې په تیرو لسو ورځو کې یې د طالبانو ۷۰ مهم مشران په بریدونو کې وژلي اؤ دې سره دطالبانو دفعالیت توان کم شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG