لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي شهزادګۍ په وړومبي ځل دفېشن په مجله خپل عکس خپور کړو


د سعودي عرب دننه د تیرو دوؤ کالو راهسې دښځو د حقونو اؤ ازادۍ موضوع سر راپورته کړی خو اوس په سعودي کې ددغه بدلون عملي نخښې لیدل شوي اؤ په وړومبي ځل د سعودي د پخوانۍ بادشاه د شهزادګۍ لور عکس دفیشن د یوې عربي مجلې “ووګ” په سرپاڼه خپور شوی دی

د پخوانی بادشاه عبدالله دغه شهزادګۍ لور حیفا بنت عبدالله السعود د درېوؤ اولادونو مور ده.

له دې وړاندې د سعودي د شاهي خاندان د ښځو دغسې عکسونه په مجلو اؤ ورځپاڼو کې نه شول خپریدلی.

دسعودي شهزادګۍ د فیشن مجلې په سرپاڼه دغه عکس په داسې حال کې خپور شوی چې ټاکل شوې په روانه میاشت کې به په وړومبي ځل دسعودي عامې ښځې هم د ډرائیونګ کولو اجازه ولري.

دفیشن مجلې په دغه سرپاڼه خپور شوي عکس کې لیدل کیږي چې شهزادګۍ حیفا بنت عبدالله السعود د ۱۹۸۰د لسیزې د یو مرسډیز۴۵۰ ایس ایل موټر په مخکې سیټ کې ناسته ده .

په دغه عکس کې هغې سپین لباس په تن کړی اؤ لاسونو ته یې دلیدر دستانې اچولي دي.

دپاکستان ډان ورځپانه وایي دعربۍ ژبې دغه مجله به روانه میاشت(جون) کې خپرولی شي .

نړیواله خبري شبکه ای ایف پي وایي شهزادګۍ د ووګ مجلې په سرپاڼه دخپل انځور په خپریدلو خوښي ښکاره کړې ده اؤ دغه مجلې ته یې ویلي “ زمونږ په هیواد کې داسې ډیر د لرغونو فکرونو خلک شته چې د بدلون څخه ډاریږي”

د روان کال د مارچ میاشت کې دسعودي یوې بلې شهزادګۍ ریما بنت ندرالسعود ویلي وؤ چې سعودي دا مهال د یو ګټور بدلون څخه تیریږي اؤ اوس دسعودي عرب په خاوره خبره یوازې د ښځو دحقونو نه بلکې دصنفي بې توپیرۍ ده.

واشنګټن ډي سي کې داټلانټک کونسل غونډې ته خپله وینا کې دغه شهزادګۍ ویلي وؤ چې” سعودي عرب دیوې نړیوالې ټولنې برخه ده اؤ دې ټولنې دپاره مونږ نړیوال وګړي تیارؤل غواړو، په دې لړ کې مونږ خپل هدف ته رسیدلو دپاره کال ۲۰۱۳۰م په وړاندې ایښی دی”

شهزادګۍ ریما بنت بندر السعود د شهزاده بندر بن عبدالعزیز لور ده

XS
SM
MD
LG