لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ګوادر: وسلوالو د درزي پر دوکان ډزې کړې، یو یې وژلی دوه یې ټپیان کړي


د بلوچستان په ګوادر کې ناڅرګندو وسلوالو د جامو ګنډلو پر یوه دوکان ډزې کړې او یو درزي یې وژلی، دوه نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو دا پېښه یو هدفي برید ګڼلی دی.

د ګوادر مرستیال کمیشنر وایي دا پېښه ګوادر ته نیژدې په پیشکان سیمه کې تېره شپه شوې او دوو موټرسایکل سپرو کسانو- چې مخونه یې پټ وو- پر یوه دوکان ډزې کړې او په دوکان کې ناستو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

مرستیال کمیشنر وي.او.اې ډیوه ته ویلي، په پېښه کې وژل شوی او ټپیان کسان د سیند د سانګړ ضلعې اوسېدونکي وو او د اختر په سیزن کې یې په ګوادر کې د جامو ګنډلو په دوکان کې کار کاوه.

پولیس چارواکي وایي په پېښه کې ټپي کسان د درملنې لپاره کراچۍ ته وړل شوي دي.

د دې پېښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو تر دې وړاندې چې په بلوڅ مېشتو سیمو کې د پاکستان د نورو صوبو پر کارګرو بریدونه شوي دي، ذمه واري یې اکثر ازادي غوښتونکو بلوڅانو منلې ده.

د یادونې وړ ده چې د تېرې مې میاشتې په ۴مه نېټه هم د دې صوبې په خاران سیمه کې وسلوالو د یوې موبایل کمپنۍ پر کارګرو په برید کې شپږ تنه وژلي وو، چې د پنجاب اوسېدونکي وو.

XS
SM
MD
LG