لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: وسله وال بريد کې پوليټيکل محرر وژل شوی


پوليټيکل محرر حمید الله
پوليټيکل محرر حمید الله

په شمالي وزيرستان کې د نامالومو وسله والو په بريد کې پوليټيکل محرر حميدالله وزير وژل شوی او د ليويز درې سرتیري ژوبل شوي دي.

پوليټيکل چارواکو ويلي دغه پېښه د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې د شمالي وزیرستان مرکز ميران شاه تحصيل په کم سروبي علاقه کې رامنځته شوې ده.

د شمالي وزيرستان پوليټیکل ايجنټ محمد اياز وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی کړی چې د شپې په مهال نامالومه وسله وال راغلي او په ګزمه بوخت پوليټکل محرر باندې يې وسله وال بريد کړی دی.

چارواکو پخلی کړی بريد کې پوليټيکل محرر حميدالله وزیر ځای په ځای وژل شوی او د هغه سره د ملېشې درې سرتيري ژوبل او په بريد کې يو سرتېری بې درکه شوی هم دی.

چارواکو او ځايي خلکو د پوليټکل محرر د وژنې غندنه کړې ده.

تېره میاشت په ميرعلي کې ځايي خلکو په سيمه کې د هدفي وژنو پرضد احتجاجي ناسته کړې چې تر پينځه ؤ ورځو يې دوام درلود.

دغه ناسته وروستو له هغې پای ته رسول شوې چې پوليټيکل چارواکو خلکو ته په سيمه کې د ګزمې ورکولو او امنيت په ځای کولو باور ورکړی ؤ.

چارواکي وايي پوليټيکل محرر هم په دغه ګزمه بوخت ؤ چې د هدفي وژنې ښکار شو.

په کم سروبي علاقه کې د پوليټيکل محرر حميدالله وزیر پلار امان الله چې پوليټيکل تحصيلدار ؤ اووه کاله وړاندې هم په دغه ځای کې په وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ.

امان الله ته د پاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري ته د بهادرۍ تمغه (تمغه شجاعت) هم ورکړې وه.

په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو وروستو يو ځل بيا د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او په خلکو کې يې اندېښنه راپارولې ده.

په شمالي وزيرستان کې په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات شوي او د عملياتو په ترڅ کې سيمه د وسله والو څخه پاکولو ادعاوې شوې او د سيمې نه د لاکونو په شمېره کې کډوال شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي دي.

د چهارشنبې، شورو په ورځ د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې يوه چاؤدنه شوې چې پکې د پوځ درې سرتيري وژل شوي او دوه ژوبل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG