لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:عدالتي فیصلو سیاسي ګوندونو سره دټولټاکنو دځنډ ویرې پیدا کړي


په پاکستان کې د ځېنو وروستیو عدالتي فیصلو اؤ دبلوچستان اسمبلۍ د قرارداد له امله دهیواد د دوؤ لویو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز پارټۍ سره د ټولټاکنو دځنډیدو ویرې پیدا شوي دي اؤ وایي په ټولټاکنو کې د ځنډ تاکتیکونه به کله هم ونه مني.

دلاهور هائیکورټ لخوا تیره ورځ ټولټاکنو کې دبرخې اخستو دپاره تیار کړل شوی فارم لغوه کړی چې له هغې وروسته الیکشن کمیشن کاندیدانو ته ددغه فارمونو ورکړه ایساره کړې اؤ نن یې دمهمو پریکړو دپاره خپله بیړنۍ غونډه رابللې ده.

ټاکل شوې وه نن (شنبه) به دټولټاکنو کمیشن د مهال ویش له مخې ټولټاکنو کې دبرخې اخستو کاغذونه کاندیدانو ته ورکوي خو لاهور هائیکورټ اوړمه ورځ دالیکشن کمیشن فارمونه له دې امله لغوه کړي وؤ چې ولې یې دپارلیمان لخوا د شوي بدلون په اساس دفارم ( (A اؤ( B) څخه دپورونو خانې ویستلي دي.

لاهور هائیکورټ دټولټاکنو کمیشن ته امر کړی ؤ چې باید د نوي سره ټولټاکنو کې د برخې خستو فارمونه تیار کړي اؤ د پورونو خانې دې پکې هم واچوي چې په دې د ټولټاکنو کمیشن نن خپله غونډه رابللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دبلوچستان هائیکورټ له وړاندې څخه کوئټه کې د صوبایي اسمبلۍ اته، اسلام اباد هائیکورټ د ایبټ اباد دوه اؤ داسلام اباد د ۱۰ نورو ضلعو حدبندۍ لغوه اعلان کړي دي

خو دپاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري اؤ د مسلم لیګ مشر ښاغلي نوازشریف په وروستیو پریکړو اندیښنې ښکاره کړي اؤ وایي ټولټاکنو کې د ځنډ ملاتړ به په هیڅ حال ونه کړي.

فیصل اباد کې دخپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې ښاغلي نوازشریف ویلي د بلوچستان اسمبلۍ څخه قرارداد منظور کړل شوي چې ټولټاکنې دې وځنډول شي ، باید وویل شي چې بلوچستان اسمبلۍ کې خلک دچا په خوله خبرې کوي اؤ په بلوچستان کې دحکومت تخته چا نسکوره کړې وه؟

نوازشریف ویلي دهغغه ګوند به دیوې دقیقې دپاره هم د ټولټاکنو د وروسته کولو ملاتړ ونه کړي.

همدغه راز دپاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري هم د اسلام اباد،بلوچستان اؤ لاهور د ایالتي محکمو په پریکړو اؤ دهغې په وختونو اندېښنې ښودلي اؤ ویلي یې دي هغوئ په اصولي ډول د ټولټاکنو ځنډؤلو په ضد دي.

بلاول بوټو د خیبر پښتونخوا دپخواني وزیراعلي پرویز خټک لخوا دټولټاکنو کمیشن ته په استول شوي لیک اؤ د ټولټاکنو دپاره د بلوچستان اسمبلۍ په منظور شوي قرارداد هم اندیښنې ښکاره کړي دي.

تیره ورځ دپاکستان یو وتلي قانوندان سینیټر اعتزاز حسن ویلي وؤ داسې برېښي چې یو قوټ ټولټاکنې ځنډول غواړي

په پاکستان کې که هرڅو سیاستمداان دټولټاکنو د ځنډؤلو تور نیغ په نیغه په طاقتور پوځ نه لګوي خو څیړونکي وایي چې دهغوئ واضحه اشارې د پوځ لوري ته دي چې په تیرو وختونو کې هم یوه اوږده موده پاکستان کې د ډیموکراسۍ په مخې نیولو کې ککړ پاتې شوي دي.

باید وویل شي دبلوچستان هائیکورټ وړاندې څخه کوئټه کې د صوبایي اسمبلۍ اته، اسلام اباد هائیکورټ د ایبټ اباد دوه اؤ داسلام اباد د ۱۰ نورو ضلعو حدبندۍ لغوه اعلان کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG