لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د شاه رخ خان د تره لور انتخاباتو کې برخه اخلي


د هند د فلمي ستوري شاه رخ خان د تره لور نورجهان وايي عوامي نيشنل ګوند يې د ښځو په ځانګړې چوکۍ صوبايي اسمبلۍ ته راوستل غواړي.

د شاه رخ خان د تره لور نورجهان د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور تاريخې بازار قصه خوانۍ کې اوسيږي چرته چې د شاه رخ خان پلارنی کور دی.

نورجهان وايي د عوامي نيشنل ګوند د سيوري لاندې په انتخابانو کې برخه اخلي وايس اف امريکا ته يي ويلي چې عوامي نيشنل ګوند غواړې چې د ښځو په مخصوص نشست صوبايي اسمبلې ته راشي.

شاه رخ خان په ټوله نړۍ کې مينه وال لري او پښتنه سيمه کې يي هم فلمونه په ډير شوق کتل کيږي.

پېښور د شاه رخ خان پلارنۍ سيمه ده، او دلته دوه وارې په ۱۹۷۸م او ۱۹۸۰م کې د خپلوانو کره راغلی دی.

نور جهان وايي شاه رخ خان بيا هم پاکستان ته راتلل غواړې خو د امنيت د اندېښنو له کبله نه شي راتللې" شاه رخ خان غواړي چې خپلو بچو ته پلارنې کور او ښار وښايي".

نورجهان وايي د دوي کورنۍ د پاکستان ازادۍ تحريکونو کې برخه اخسته چې ورسره د شاه رخ خان د پلار تاج محمد تعليم متاثره کېدو، د کورنۍ غړو يې تاج محمد د پېښور ايډورډ کالج نه په ۱۹۴۶کې دهلي ته تعليم له وليږو او پلار يي د تعلم پوره کولو وروستو هم هلته په مستقله توګه پاتې شو.

د نور جهان په وېنا هغه د شاه رخ خان همزولې ده او د هغه د واده نه وروستو چې دوي کله د شاه رخ ليدو له لاړه نو هغه يې درنه مېلمستيا کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG