لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ميرعلي کې د هدفي وژنو پرضد بيا احتجاجي ناسته پېل شوې


د شمالي وزيرستان په ميرعلي سب ډويژن کې د (يوت اف وزیرستان) په نوم د ځوانانو سازمان يو ځل بيا په سيمه کې د هدفي وژنو او بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو پرضد د (بيا درغلم) په نوم احتجاجي ناسته پېل کړې ده.

په ميرعلي کې احتجاجي ناسته په داسې حال کې پېل کړی شوې چې تېره شپه د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې نامالومو وسله والو پوليټيکل محرر حمیدالله وزير په ډزو وژلی دی.

د ځوانانو د سازمان يو مشر عادل داوړ وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ويلي، د دوي د لومړۍ احتجاجي ناستې ختمولو په مهال رياست دوي ته باور ورکړی ؤ چې د وزيرستان هر وګړي ته به امنيت ورکوي خو نتيجه يې برعکس راووتله بيا هدفي وژنې پېل شوې.

نوموړي د حمیدالله وزیر د وژنې يادګېرنه وکړه او اندېښنه يې څرګنده کړه چې ښکاري دا پلان شوي پېښې رامنځته کيږي.

هغه وويل د دوي سره لوظنامه شوې وه چې امنيت به په ځای کولی شي خو هغه شان ونه شوه او بيرته بدامني پېل شوه.

دواړ زياته کړه دې ځل له به دوي د پوځ د مشر او وزیراعظم د باور ورکولو پرته احتجاجي ناسته نه ختموي.

د ميرعلي احتجاجي ناستې ته د (بيا درغلم) نوم ورکړی شوی دی او عادل داوړ وايي دوي په دوېم ځل دا احتجاجي ناسته کوي ځکه يې دغه نوم ورکړی دی.

د بيا درغلم په نوم په خېبر کې پوځ د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي وو.

د مې په میاشت کې د وزيرستان ځوانانو او په لویه شمېره کې ځايي خلکو په میرعلي کې په سيمه کې د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو پرضد احتجاجي ناسته کړې وه.

عادل داوړ وايي د رياست د باور ورکولو وروستو يې په شپږمه ورځ دغه ناسته ختمه کړې او دوي ته ويل شوي وو چې په سيمه کې به د امنيت دپاره ګزمې کيږي خو د ګزمو په مهال هدفي وژنې روانې دي.

هغه وويل د ټول وزیرستان نه ورته خلک احتجاجي ناستې ته راروان دي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلارو پرضد عمليات کړي او د دغو عملياتو په ترڅ کې د لاکونو په شمېره کې د سيمې څخه خلک کډه شوي هم وو.

وروستو پوځ او حکومت په علاقه کې د امنيت پرځای کولو ادعاوې کړي او سيمې ته ځايي خلک بيرته ستانه کړی شوي خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

XS
SM
MD
LG