لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

القاعده ډلې د سعودي شهزاده له خوا د هېواد د ماډرن کولو هڅې ناروا بللې


د سعودي ځوان شهزاده محمد بن سلمان ته القاعده ډلې له دې امله ګواښونه کړي، چې غواړي د سعودي روایتي ټولنه ماډرنه کړي او د هغه دغه هڅې یې ناروا او له ګناه ډکه منصوبه بللې.

د برتانیې انډیپینډنټ ورځپاڼه لیکي چې په یمن کې د القاعده ډلې یوې څانګې په یوه خبرپاڼه کې له شهزاده سلمان څخه غوښتي چې له دغو کارونو دې لاس واخلي. په خبرپاڼه کې ویل شوي:

"دې نوې [د محمد بن سلمان] زمانې جوماتونه په سېنماګانو بدل کړل. د هغه دا بېهوده غربي کارونه د غندنې وړ دي، چې د فساد او بداخلاقۍ لپاره یې دروازه پرانیسته".

شهزاده سلمان چې شاوخوا یو کال وړاندې سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز خپل ځایناستی وټاکه، په دې یو کلنه موده کې یې د سعودي په رجعتي او روایتي ټولنه کې ګڼ اصلاحات راوستي، چې په هغوی کې پر ښځو د موټر چلولو بندیزونه لرې کول او سېنماګانې فعالول دي.

ښاغلي سلمان تېر کال د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ته په مرکه کې ویلي وو، "داسې مه لیکه چې موږ اسلام بیا له سره تشریح کوو، بلکې موږ اسلام بیرته اصل ته ور ګرځوو او له موږ سره تر ټولو لوی مثالونه په سعودي عربستان کې تر ۱۹۷۹م کال مخکې د پیغمبر د ژوند کولو لارې چارې دي".

د سعودي شهزاده په وروستیو هڅو کې د رېسلینګ یا غېږنیونې لوبه ده، چې په تېره اپرېل میاشت کې په جده ښار کې تر سره شوه او دې کار د القاعده ډلې زیاته غوسه را پارولې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي:

"[بهرنیو] غیرمسلمانو پهلوانانو د غېږنیولو په وخت د مسلمانو ښځو او نارینوو په وړاندې د خپل بدن پټ یا محرم ځایونه ښکاره کړي وو، چې پر اکثرو د صلیب نخښې هم جوړې وې، خو فسادیانو تش دا ونه کړل، بلکې هره شپه د موسیقۍ، فلمونو او سرکس پروګرامونه هم اعلانوي".

د سعودي شاهي کورنۍ د تېر شورو- چارشنبې په ورځ یوه رسمي ویډیو خپره کړې، چې شهزاده سلمان په یوه غونډه کې ناست لیدل کېږي او دا ویډیو د هغو ګنګوسو او جعلي خبرونو په ځواب کې خپره شوې چې وایي شهزاده سلمان وژل شوی دی.

شهزاده سلمان په پام کې لري چې په سعودي کې نور ډېر اصلاحات هم راولي او په خپل هېواد کې د اسلام معتدله بڼه رواج کړي، چې په هغه کې یو د خپل هېواد تعلیمي نصاب بدلول او پر ځای یې د اخوان المسلمون ګوند د چاپ کتابونو پر ځای نوی تعلیمي نصاب عملي کول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG