لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ساينس پوهان وايي د غاښونو تلعمري نه خرابېدو لپاره په دوايۍ جوړولو کې کاميابه شوي


ساينس پوهانو ادعا کړې چې په يوه په يو داسې موادو جوړولو کې بريالي شوي چې هغه به د غاښونو بيا جوړولو او حساسيت د مخنيوي په لار کې مرسته کوي.

اينېمل چې د غاښونو په پاسني مخ وي دا د وجود سخت ټشو يا نسج وي او دا د سختې تودوخې او هر ډول خوړو مقابله کولی شي.

خو ويل شوي د وجود نور نسجونه بيا نشي بدلېدی او د نړۍ د نيمې نه زيات خلک د غاښونو د درد او د لاسه ورکولو سره مخ دي.

د لندن د کوين مېري پوهنتون څيړنې ويلي يو داسې مواد يا دوا يې تياره کړې چې د هغې نه بيرته د دغه سخت ټشو جوړوېدو لاره هواره شوې ده.

څيړنيزې ډلې ويلي دوی پروټين ترلاسه کړی د کوم سره چې به کرسټال هم د نور وجود سره وده کوي.

پوهانو ويلي د دوی دغه کار چې د ساينس په ژورنال کې خپور شوی دا امکان لري چې د دوا د بيا رغونې په لارو کې وکارول شي.

د غاښونو ډاکټر او څيړنې ګډ ليکوال ډاکټر شيرف ايلشارکوی ويلي دا ډېره په زړه پورې ده چې د معدني موادو ترلاسه کولو نه د غاښونو د بيا رغونې لارې پرانستل کيږي.

هغه د بېلګې په توګه ويلي چې دوي داسې مواد تيارولی شي چې د انسان د غاښونو د دوا په توګه به ډېر د کار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG