لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: رېنجرز مشکوک ځانمرګی بريد کوونکی وژلی


په کراچۍ کې نيم پوځي ځواک رېنجرز ويلي د سندهـ او بلوچستان صوبې په پوله پرته علاقه حب کې يې هغه مشکوک ځانمرګی برید کوونکی وژلی چا چې په دوی برید کول غوښته.

د رېنجرز ځواک وياند ويلي د شنبې، خالي په ماښام په حب علاقه کې د رېنجرز سرتيري د تلاشۍ په پوسته موجود وو او په دغه مهال دوي پله مشکوک تن راروان ؤ.

هغه ويلي ځانمرګي سرتېرو ته د ځان رسولو هڅه کوله خو د رېنجرز سرتېرو په وخت د عملياتو له امله هغه ونه کړی شوه چې هلته ورسي او نه يې په وجود پورې تړلي چاؤدېدونکو ټولو موادو ته چاؤدنه ورکړې او په ځای وژل شوی دی.

د وياند ترمخه په چاؤدنه کې دوه سرتېري ژوبل شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

هغه زياته کړې په ممکنه توګه د ځانمرګي هدف د رېنجرز ځواک پوسته وه.

هغه ويلي ځينې داسې استخباراتي خبرتيا ورته وه چې ترهګر په کراچۍ کې د بريد پلان لري ځکه دوی د کوم بريد د مخنيوي دپاره په سړکونو چيک پوستې جوړې کړي او تلاشۍ کوي.

رېنجرز، پوليس او استخباراتي ادارو د پېښې وروستو پلټنې پېل کړي او ويل شوي چې د وژل شوي ترهګر جسد د پېژندګلو دپاره لېږل شوی دی.

په کراچۍ کې د تېرو څو کلونو راهسې رېنجرز د وران کارو، شرخوښو او تندلارو پرضد عملیات کوي او د دغو عملياتو سره په ښار کې د امنيت وضع تر ډېره حده ښه شوې هم ده خو بيا هم وخت په وخت په ښار کې د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG