لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په افغانستان کې د جګړو له امله نزدې نيم ماشومان د سکولونو نه بهر دي، يونيسف


د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندويه ادارې (يونيسف) ويلي په افغانستان کې د اووه او ۱۷کالو عمر په منيځ کې ۳.۷ملينه ماشومان د جګړو له امله د سکولونو نه بهر دي.

يونيسف په خپل تازه رپوټ کې ويلي، په دغه هېواد کې روانې شخړې او د ناامنۍ وضعې په ګډه جينکۍ د غريبۍ او امتيازي سلوک سره مخ کړي او د کال ۲۰۰۲م نه وروستو په لومړي ځل په دومره ډېره شمېره کې ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

د رپوټ د شمېرو ترمخه د افغانستان د ابادۍ ۶۰فيصده جينکۍ د سکولونو نه بهر دي او دا شمېرې د امتيازي سلوک څرګندونې کوي، ويل شوي په کندهار، هلمند، وردک، پکتيکا، زابل او اروزګان کې ۸۵ فيصده جينکۍ د سکولونو څخه بهر دي.

په رپوټ کې د خلکو کډې کول، په کم عمر کې ودونه کېدل، د ښځو استازانو کمی، د سکولونو خرابه وضعه، او جګړې لاملونه ښودل شوي چې ماشومانو يې د سکولونو څخه لرې ساتلي دي.

په افغانستان کې د يونيسف استازي ويلي په دغه هېواد کې به دا عامه روايتي خبره نه وي که چرته مونږ غواړو چې هر ماشوم ته د هغه د زدکړو پوره حق ورکړو.

هغه ويلي،"چې کله ماشومان د سکولونو نه بهر وي د دوي په غلطه توګه کارېدو خطرې سېوا کيږي".

د يونيسف استازي ویلي، دوي د افغانستان حکومت ته سپارښتنه کوي چې ۲۰۱۸م کال د زدکړو دپاره ځانګړی کړي، هلکانو او جينکو ته د زده کړو يو شان زمينه برابره کړي تر څو دوي په ټولنه کې خپل مثبت رول ولوبوي.

XS
SM
MD
LG